د ثور ۷ او ۸ که د یوې سکې دوه مخونه/ امید اڅک

0 1,440

د ثور ۷ او ۸ د افغانستان په نږدې تاریخ کې دوه هغه ورځې دي، چې هر یو یې زموږ په هیواد کې له ځانه مخالفین او موافقین لري. د دغه دوه ورځو په رسیدو سره هر کال زموږ په هیواد کې د احساساتو پر بنسټ د ستاینو او غندنو ښه تاوده بحثونه روان وي. د ۱۳۵۷ کال د ثور ۷ تاریخ  هغه نه هیریدونکې ورځ ده، چې د حزب دموکراتیک خلق او یا روس پلوه ګوند له خوا د داودو خان په جمهوري رژیم  کودتا وشوه، چې په ترڅ کې یې د وخت ولسمشر له خپلې کورنۍ سره یوځای ووژل شو.

د ثور د ۷ ورځې پلویان په دې آند دي، چې: «د دوی انقلاب او یا کودتا د دې له پاره وه، چې د ظالمې ټولواکې کورنۍ څخه یې قدرت کارګرې طبقې ته انتقال کړ، چې په رآس کې یې د کارګرې طبقې ګوند یعنې د خلق دموکراتیک ګوند قرار لري. له دې څخه مخکې په یوه پیوډالي ټولنه کې داسې انقلاب نه دی را منځته شوی، نو فلهذا په داسې یوه ټولنه کې چې ټول فیوډالي مناسبات په کې ملسط و، دا د انقلاب  یو نوی مدل دی، چې له ظالمې طبقې څخه یې مظلومې طبقې ته قدرت ولیږدوه، چې د ټولې نړۍ د کارګرو او زحمت کشانو له دوستانو څخه شمیرل کیږي».

د ځینو روڼ آندو په وینا، کمونستانو د خپل حاکمیت په وخت کې د افغانستان او افغانانو د ټولو دودیزو، فرهنګي او عقیدوي ارزښتونو د په پام کې نیولو پرته په هیواد کې د مارکسیستي او لیننستي نظریو په پلي کولو لاس پورې کړ، چې تر هغه وخته پورې دغه  مارکسیستي نظریه حتی  د وخت د شوروي اتحاد په ځینو جمهوریتونو کې هم په داسې تیزۍ سره نه وه پلي شوې.

ډیرو تاریخي کتابونو کې لیکل شوي دي، چې برژنیف په ځلونو ځلونو په افغانستان کې د کمونستي رژیم د مشر نور محمد ترکي څخه غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې  د کمونستي نظریې د تطبیق له پاره ډیرو کلونو ته اړتیا ده او هیله یې ترې کړې وه، چې په دغه برخه کې دې له نرمښته کار واخلي، خو کمونستانو د خپل فطري افراطي طبیعت له مخې د مارکسستي نظريې په سل په سله تطبیق لاس پورې کړ، چې په پایله کې د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخامخ شول.

بعضې ځوانان  په نظر دي، چې د کمونستي نظريې د پلي کولو او له  خپل مخ څخه د خنډونو د لرې کولو لپاره کمونستانو په سختو نه بخښونکو جنایتونو لاس پورې کړ، آن تر دې، چې  په زرهاو  انسانان یې ژوندي  تر خاورو لاندې کړل.

دا خو یوه طبعي خبره او یو فزیکي خاصیت دی، چې هر عمل عکس العمل لري، د کمونستي حاکمانو پروړاندې افغانانو لومړی په خود جوشه او بیا  د اسلامي نهظت او اخوان المسلمین اسلامي خوځښت تر چتر لاندې بغاوتونه شروع کړل.

اګر که په هېواد کې  اسلامي خوځښت د داود خان  او آن د ظاهر شاه په وخت کې پیل شوی و، خو د ثور د ۷ انقلاب، د افغان ولس او د پیاوړي افغانستان د قسم خوړلي دښمن لپاره یو ستر چانس و، چې باید یې ترې ښه ګټه اخیستې وای، چې په دې سره  د اسلامي ګوندونو مشران له  یو موقتي دښمن سره د مبارزي له پاره د بل دایمي دښمن په غیږ کې ولویدل.

مبارزه په عملي بڼه  شروع شوه، د سرو لښکرو د نظامي یرغل لپاره زمینه مساعده شوه، د کمونیست او اخواني په نوم د افغان وژنې بیرحمه لړلي پیل شوه، روسانو چپي ګوندونو ته  او د پاکستان د نظامیانو په کوربه توب لویدیځو هیوادنو خپلو موخو ته د رسیدو او د ویتنام د جګړې د غچ اخیستلو له پاره مجاهدینو ته مرستې ورکولې ( د پیریانو جګړې او تلک خرس کتابونه  وګورۍ) دغه اخو ډپ څوارلس کاله دوام وکړ، څه باندې یونیم میلیون افغانان شهیدان شول،  په میلیونو نو نور ټپیان بیکوره او در په در شول. بلاخره د ۱۳۷۱ د ثور په ۸ تاریخ په عملي توګه وروستنی کمونستي حکومت  ړنګ شو، چې په دې سره  د افغانستان نظام، سیستم، پوځ او  بنسټونه ویجاړ او قدرت د مجاهدینو لاس ته ولوید.

د افتاب انټرنټي ویپاڼې  د ۱۳۹۵ کال د ثور د اتمې په پار د محمد اکرام اندیشمند یوه لیکنه خپره کړې، چې  له مخې یې د   وروستي کمونستي  حکومت د پرزیدو  پر وخت د افغانستان نظامي تجهیزات او پرسونل  په لاندې ډول و:

اوردو:۲۲۰ زره تنه

پولیس:۹۳ زره تنه

خاد یا واد:۹ زره تنه

ټانکونه :۱۵۶۸ چینه

محاربوي ټانکونه:۸۲۸ ماشینه

توپونه:۴۸۸۰ پایې

 الوتکې:۱۲۶دانې جنګي او بمب اچونکي میک وسو ۲۲ ډوله الوتکې

او له ۲۰۰ څخه نورې ډیرې ټرانسپورټي، نظامي او بابري الوتکې .

مجاهدین د ثور ۸ په بیلا بیلو نومونو نوموي، ځینې یې د زمانې معجزه بولي، ځینې یې د څوارلس کاله نظامي او سیاسي مبارزې پایله بولي، ځینې یې بیا دغه ورځ د مجاخدینو په لاس د کابل د فتح ورځ او بریالیتوب ورځ بولي.

 دا  به ومنو، چې  د ثور ۸  د څوارلسو کالو نظامي او سیاسي مبارزې پایله ده، روسان مات شول، جهاد بریالی شو او داسې…ښه نو،  که  د ثور اتمه، چې  د څوالس کاله جهاد او مبارزې نتیجه او لاسته رواوړنه شوه.

 دلته یوه پوښتنه پیدا کیږي، چې ګواکې د ثور د ۸ نتیجه او لاسته راوړنه څه شی ده؟ او تر دې مهاله  د دغې ورځې لاسته راوړنه همدا ده، چې وینو یې؟ دا هغه پوښتنې دي، د نوي نسل هر ویښ او اګاه  ځوان یې په اړه پلټونکی او د شته ناورین په اړه یې له عاملینو څخه له ځان سره په درجنونو پوښتنې لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply