غل د کور خاوند تر ستوني نيسي؛ ګوښه شوی يار بيا په غصه شو/ خوشحال آصفي

0 1,066

وروسته له هغې چې د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشرغني ځانګړی استازی احمد ضياء مسعود په خپل کار کې د بې کفایتۍ له امله له دندې ګوښه شو؛ د ملي يووالي حکومت پراخ غبرګون ته يې ملا تړلې ده. احمدضيا مسعود، وایي چې د هغه حلقه په دې کار کوي چې په کابل کې پراخ لاریونونه پیل کړي. مسعود وایي چې د ولسمشر غني د حکومت دوام کیدای شي چې په هېواد کې بحران رامنځته کړي. د نوموړي په رسمی فیسبوک پاڼه خپاره شوي تازه معلومات ښیي چې د هغه په چاپېر قوماندانانو، د خلکو استازو او د ګذر وکیلانو په دې هکله خبرې کړي چې موجود حکومت واک پرېږدي او دا چې هغوی به په دې لړ کې په مرکز او ولایتونو کې پراخې غونډې ترسره کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی مسعود له ګوښه کيدلو وروسته د حکومت په خلاف څرګندونې کوي بلکې څو ورځې وړاندې يې هم حکومت ته مستقيم اخطار ورکړ چې که نوموړی په خپل پوسټ يا بلې څوکۍ ونه ګماري نو کورنۍ جګړه به رامنځته شي.

د ضياء مسعود د ګوښه کيدلو په لاملونو مو په تيره ليکنه کې تبصره وکړه چې درې عمده نظرونه شتون لري. لومړی دا چې د مسعود څوکۍ د ولسمشر غني لخوا د ملي امنيت پخواني رييس امرالله صالح ته د نوي پوست رامنځته کولو قربانې شوې ده. دويم دا چې ضياء مسعود پتيلې وه چې د غويې په اتمه د مجاهدينو د بري د ورځې د لمانځنې په ورځ خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړي خو دا چې ولسمشر پرې خبر شو نو په خپله يې ګوښه کړ. او دريم دا چې نوموړي له بړستې خپلې پښې ډيرې بهر کړې وې او د حکومت له داخل څخه د حکومت د کلک مخالف رول يې ادا کولو. نو د دې له امله چې ښاغلی مسعود په حکومت کې دننه د پنځمې ستنې حيثيت درلود او غني ترې د خطر احساس درلود نو له دندې يې وشړلو.

له دندې د ضياء مسعود ګوښه کولو د نوموړي په زړه کې پولۍ ولاړې کړي دي او اوس د دې لپاره چې له غني غچ واخلي؛ د حکومت بدلولو او د موقت حکومت د جوړولو نغارې ډنګوي. اصلاً که د ضياء مسعود تيرې کړنې وازول شي نو نه يواځې دا چې له دندې ګوښه کول يې غوره اقدام دی؛ بلکې د خپلو تيرو خيانتونو له امله بايد په سزا محکوم شوی وای. ځکه يو حقيقت خو چې ټول ولس ته معلوم دی هغه د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په پوسټ باندې د ضيا مسعود د بدې حکومتولۍ کارونه دي چې معاش او امتياز يې له دولت اخيستلو خو کارونه او څرګندونې يې د حکومت د مخالف وسله وال او يا اپوزيسون ته ورته وې. ډيری ځلونه يې د حکومت د ملاتړ او د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په خلاف له شخصي مليشو او وسله والو په جوړولو تاکيد کړی دی. په ډيری مواردو کې يې په هغه حکومت چې پخپله دی يې يو جز و او ځوی يې زبير مسعود په کې د ملي امنيت شورا ستر سلاکار دی؛ پراخې نيوکې کړي او په يو ډول يې هڅه کړې څو د حکومت مخالفت لپاره د خلکو ذهنيت جوړ کړي.

همدا راز څه موده وړاندې د حامد کرزي په نړيوال هوايې ډګر کې له غير قانوني پيسو سره د نیول کيدو خبرونه يې هم خپاره شول، همداراز په 2007 کال کي يې په دوبۍ کې له غیر قانوني ډالرو سره د نيول کيدو خبرونه خپاره شول. په ملي يووالي حکومت کې کې پرې د کابل په سمارټ سيټي کې هم د پرېمانه پيسو اخيستلو تور پورې وو. او اوس په تازه کې د تاند خبري ویب سایټ د خبر پر اساس ويل کيږي چې په نيږدې ورځو کې احمد ضيا مسعود فراه ته قطري شيخان بېولي وو، ځان يې ورته په حکومت کې د وروستۍ پرېکړې سړی معرفي کړی و او بيا يې ورڅخه پرېمانه پيسې تروړلې وې.

په پښتو کې يو نکل دی چې وايې په ډيموکراسۍ کې غل د کور څښتن له ستوني نيسي چې ولې يې د کور ديوالونه لوړ جوړ کړي دي؛ د همدې نکل په مصداق اوس ښاغلي مسعود هم د حکومت د ړنګولو او د غني استعفا ته مټې بډوهلې دي. خو هیڅ يې هم په لاس نه ورځي. حکومت بايد يواځې له دندې د ضياء مسعود په ګوښه کولو بسنه ونه کړي بلکې د نورو خلکو د عبرت لپاره بايد پر نوموړي د تورونو سپيناوی وکړي او که چيري د محکمې لخوا مجرم وپيژندل شي بايد زندان ته وليږل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply