بې معنی تأکید او خبره د منلو نه ده!/د. ص. سعیدي

0 1,052

بې معنی تأکید او خبره د منلو نه ده! د افغانستان د اسلامي دولت د جمهور رئيس ارشد سلاکار وایي چې مونږ د هر مخالف سره په هرو شرایطو کې د سولې خبرو ته اماده یو او حتی لا دا چې د یو خبر له مخې ددې سلاکار له خولې ویل کیږي چې د مخالفینو شرایط مني. دا تأکیدات نادرست تأکیدات او غیر مس‌ؤلانه خبرې دي. مونږ با عزته سوله او استقرار غواړو او په هرو شرایطو د اپوزیسیون او یا مسلح مخالف سره کېناستل خطاء کار ګڼو. مونږ له هغو سره چې مثلاً زمونږ ملک افغانستان د ایران او خاصتاً د پاکستان د غلامیدو او ګون‌‌‌‌‌‌ډه کېدو په شرط خبرې کوي او ای اس ای دغه خواست پرمونږ تحمیلوي، نه کېناستل او نه توافق غواړو او داسۍ کېناستل او توافق له سره خطاء کار ګڼو. له هر افغان سره بې شر او قیده کېناستل په ده مانا چې افغانستان او ددې خلکو ملي ارزښتونو او د اکثریت مطلق دین ته به احترام او رعایت مني. ناممکنه شرایط چې ددې هېواد او ولس عزت تر سوال لاندې راولي او پرمونږ تحمیلوو کېناستو او توافق ته نه حاضر يو او نه يې منو. داسې سوله او استقرار نه سوله ده او نه استقرار او نه د منلو ده. نو خبرو او افادو کې باید دقت وشي او بیا داسې حکومتي مشران خو باید له هرچا زیاد دقت وکړي. په کار دی چې پوه شو څه وایو او زمونږ خبر څه مانا لري؟ غیر مس‌ؤلانه خبرې هغه کوم حیثیت که پاتې وي نو هم له مېنځه وړي.

و ماعلینا الا البلاغ المبین

د. ص. سعیدي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply