ښاروال خبرې کولې:/ نصیر احمد احمدي

0 1,662

(( زه به په لنډ وخت کې د ښار ټول سړکونه پاخه کړم، دوړې به ونه وينئ، د پلان له مخې به هر کور ته د اوبو نلونه تېر کړم، ، په سلګونو زره نيالګي به کېنوم…هر څه به ګل او ګلزرا شي…)).
د ښاروال هر شعار به زرګونه خلک په احساساتو راوستل، تر خولو به يې لاړې باد شوې، فضاه به د خلکو تېرو چيغو ونيوله (( ژوندی دي وي ښاروال…) تر ډېره به يې چکچې وهلې…
لږ ور هاخوا يوه بوډا يوه کوچيي نيالګي ته ځمکه کېندله. د يوه هم ور پام نه و.
کلونه ووتل. په ميليونونو ډالر ولګېدل، خو نه سړکونه پاخه شول، نه کورونو ته د پاکو اوبو نلونه ورغلل، نه ساحې شنې شوې…خو کوم نيالګی چې بوډا ايښی و، اوس غټه ونه ده.
موږ تل هغو غلو ته چکچکې وهلې دي، چې لويې لويې خبرې يې کړې او يواځې يې په هوايي خبرو ، د کاغذ پر مخ پلانونو او شعارونو غلط شوي يو. هغه خلکو ته ور ګورو هم نه چې غلي لګيا دي، د نورو د ښيګڼو او د وطن د ابادۍ له پاره خولې تويوي، له خپل جېبه مصرف کوي، خپل ماغزه خوري او په عمل کې کار کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply