د ۱۰۲ کتابونو څښتن پروفېسر نواز طاير له نړۍ وکوچېد

0 1,172

د پېښور پښتو اکاډمۍ د پروفېسر محمد نواز طاير په وياړ جوړه شوې غونډه کې نوموړي ته جايزه ورکوي

پروفېسر محمد نواز طاير په ۱۹۳۴م کال کې د مالاکنډ په تاڼې کلي کې د خانخيلو په ټبر کې زېږېدلی و. نوموړي په ۱۹۵۷م کال کې له ګورنمنټ کالج لاهور څخه د جغرافيې په څانګه کې ماسټري تر لاسه کړه. له هغه وروسته يې په ۱۹۶۰م کال کې له پېښور پوهنتون څخه پښتو انرز او په ۱۹۶۴م کال کې يې پښتو ماسټر سند تر لاسه کړ.

نوموړي د خپل عمر لويه برخه د پښتو ژبې ادب ته ځانګړې کړې وه او د ژوند تر وروستۍ ورځو شپو پورې له کتاب سره تړلی پاتې شو. نوموړي که يو خوا پراخه مطاله درلوده نو بلخوا يې د پښتو ادب لمن ته خپل ۱۰۲ کتابونه وسپارل.

دا چې په پښتو ادب کې د نوموړي ځانګړتيا څه وه او پر کومو موضوعاتو يې زيات کار کړی و؟ د پښتو اکاډمۍ مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير وايي چې پروفېسر طاير د فولکلور او ماشومانو ادب په برخه کې ځانګړی کار کړی دی. د نوموړي په وينا د فولکلور داسې ډېر کم اړخونه به پاتې وي چې پروفېسر طاير يا خپله کار نه وي پر کړی يا يې له نورو ژبو ژباړلي نه وي.

پروفېسر طاير د پښتو ۱۲ زره روحي متلونو راټول کړي او په پښتو، اردو او انګريزي ژبو کې يې چاپ کړي دي.

که څه هم پروفېسر محمد نواز طاير په ۱۹۵۴م کال کې د پپېښور په پښتو اکاډمۍ کې کار پېل کړی و خو له ۱۹۷۹م کال څخه بيا تر ۱۹۹۵م کال پورې د اکاډمۍ مشر پاتې شو. د نوموړي د مشرتابه دغه ۱۶ کلنه دوره د اکاډمۍ په تاريخ کې په ډېرو ښو ټکو ياديږي. نصرالله جان وزيرپه دې اړه وايي دا د پښتو اکاډمۍ مثالي دوره وه او پر دې مهال اکاډمۍ خپل اوج ته ورسېدل.

د نوموړي په وينا د نواز طاير د مشرۍ پر مهال په اکاډمۍ کې د تخليق، تحقيق او ژباړې په برخو کې ډېر زيات کار وشو. پر دې سربېره ګڼې څېړنيزې او قلمي نسخې چاپ شوې او د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ لپاره پر يو شمېر پروژو کار وشو.

د پېښور پښتو اکاډمۍ د تېر ۲۰۱۶م کال په پای کې د پروفېسر محمد نواز طاير د ادبي خدماتو په وياړ يو سېمينار هم جوړ کړی و. نوموړي سېمينار ته د وينا پر مهال ويلي و چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به پښتو ژبې او ادب ته چوپړ وهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply