په خپلو لومو کې به ګېر شئ اخر !/ نویده خوشبو

0 1,031

پاکستان افغانستان ته ګواښ کړی چې نور دې د هند په ژبه خبرې نه کوي. دا لومړی ځل نه دی چې دغه هېواد افغانستان، د هند د ګټو او دریځ  ویاند ګڼي. تاسې په جریان کې یې چې دغه ترهګر هیواد د لوېدیځو هېوادونو د نورو ډېرو مرستو او پام له پاره نوې هڅې پیل کړي دي؛ او دې موخې لپاره یې ان خپل ولس هم قرباني کړ. دلته نو بیا د افغانستان اوعراق لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد خبرې بیخي صدق کوي: دا مکرجن هېواد په ریښتیا هم ښه پوهیږي چې لوبه څنګه او کله د ځان په ګټه وګرځوي.

د امریکا متحدو ایالتونو د کانګریس له ځینو غړو نیولې د ناټو د استازو او ملګرو ملتونو پورې له ترهګرو سره د پاکستان په مرستو له سختو نیوکو وروسته، ترهګر پاکستان د همدردۍ تر لاسه کولو لپاره خپل مظلوم انځور وړاندې کړ. په خپله یې په خپل هېواد کې خپل وګړي شهیدان او ټپیان کړل او نړيوالو ته یې دا ثابته کړه چې د ترهګرو مرسته کوونکی نه؛ بلکې له ترهګرو زیان لیدونکی دي. جالبه خو دا وه چې ترهګر پاکستان دا ځل د دې بریدونو پړه پرهند نه خو؛ په افغانستان ور واچوله . په هر حال، یو وار بیا مکارګیدړ په خپل چال کې بریالی شو. هوکې بریالی شو! د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوی پالیسۍ په اړه به مو اوریدلي وي. د هماغه ټرمپ نوې پالیسي یادوم چا چې تر پرونه یوازې د افغانستان په اړه د دې هېواد د نوې تګلارې خبرې کړې وې، او داسې برېښېده چې دا هېواد به د ترهګرستان په وړاندې کلک دریځ غوره کړي. خو اوس امریکا په خپلې پالیسۍ کې پاکستان هم ورګد کړی دی. همدارنګه د ناټو د غړو هیوادونو په راتلونکې ناسته کې چې د روانې میلادي میاشت په ۲۴ او ۲۵ نېټه تر سره کیږي د ځینو نورو مهمو مسایلو تر څنګ به افغانستان ته د نویو سرتیرو د لېږلو او افغان پوځ سره د هوايي مرستو پریکړې وشي. ویل کیږي چې د امریکې ولسمشر ټرمپ به دې ناستې ته د وینا په ترڅ افغانستان ته د پنځه زرو تازه دمي امریکايي سرتیر د ولیږلو اعلان هم وکړي.

خو پوښتنه دا ده چې آیا دغه پنځه زره سرتیري به د افغانستان په امنیتي حالت کې کوم مثبت بدلون راوستلای شي؟

د نورو ولایتونو سربېره طالبان همدا اوس په بغلان، غزني، کندوز او بدخشان کې د مهمو ولسوالیو د نیولو په هڅه کې دي، دغې ډلې د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې د ځانمرګو بریدنو په ګډون د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان کړی دی. د افغانستان د ضعیفې حکومتولی، ناسم مدیریت، په جګړه کې د همغږۍ نشتوالی اوپه یوې سیمه کې د دوو  قوماندانو تر منځ د نا سالم رقابت ترڅنګ له طالبانو سره د سیمې د ځینو هېوادونو او سیمه یزو ترهګرو ډلو مرستې دا ډله ژوندۍ ساتلې ده. تاسې پوهیږې چې همدا اوس د طالبانو په منځ کې پنجابي، تاجیکي، ازبیکستاني، چیچني، قزاقستاني او د نورو هیوادونو جنګیالي شته او ان همدا جنګیالي د طالبانو عملیاتي مشري کوي.

ښکاره ده ترهګر پاکستان په افغانستان کې د امریکې له شتون څخه ډیرې مالي مرستې تر لاسه کوي، د دې ترڅنګ د ترهګرو د قرباني هیواد په توګه هم کلنۍ مرستې اخلي،او له بل پلوه په افغانستان کې د تاوتریخوالو دوام هم له څو خواوو څخه د دې هیواد په ګټه دی . نو ځکه له یوې خوا د بادارانو په مشوره ترهګر روزي، پناه ورکوي تجهیزوي یې او ترهګري ته دوام ورکوي، له بلې خوا د قرباني هیواد په توکه د نړۍ توجه او مرستې جلبوي. اخوا، د امریکا او روسیې سیالۍ معلومداره دي، د ایران او سعودي عربستانې موخې هم روښانه دي. خو روسیه دې دا په یاد ولري چې سبا  به همدا طالبان د ازبیکستان د اسلامي تحریک په څير دې هېواد ته ستر ګواښ وي. او دا هېواد به هم په کرار پرینږدي، ترهګري پوله نه لري که په هرې موخه نن طالبان تجهیزوي خپله به هم سخت زیان وویني، همداسې به یې نه بازارونه خوندي وي نه به یې ریلونه! امریکې خو به تر اوسه د سپټمبرد یولسمې پېښه نه وي هیره کړي، د بې ګناه افغانانو د وینو سیندونه، د بدن وړې – وړې  ټوټې، دا لوغړن لوګي مایوسې چيغې ، فریادونه او د مېندو، کونډو او یتیمانو اوښکې دې نښې وي، یوه ورځ به داعش هم د القاعدې په شان ستاسو د سر بلا شي، او د ظلم ډېرې ودانۍ به مو ونړوي. خو دردونکې خبره دا ده چې ستاسو په لوبو کې افغان هم محکوم دی هم مظلوم، هم مو وژنئ هم مو بدناموئ! ترهګر فکر، د ترهګرۍ وده ورکوونکي مرسته کوونکي، روزونکي او ساتونکي؛ د بشر ساتونکي ښه وګړي، لوستي او پوهان شي، او کم عقله لوبغاړي ترهګر او افغانستان، خطر ستان شي.

دې حالاتو ته په کتلو سره  زما په نظر د افغانستان په امنیتي حالت کې د سرتېرو ډیرو والی کوم خاص بدلون نشي راوستلای، کله چې د ۱۰۰،۰۰۰ بهرنیو سرتیرو په شتون کې امنیت نشته؛نو پنځه زره نوي سرتیري به څه توره وکړي. رښتیا خبره خو دا ده : که لوېدیځ او ختیځ مو پریږدي؛ نو په یوه شېبه کې به آرامه، آرامي شي.

هېرده دې نه وي:  د افغانستان په خاوره د دیوال جوړېدل خو لا څه کړې، پاکستان به په راتلونکو څو میاشتو کې نورې وزرې هم وکړي،توغندیز بریدونه به کوي په مستقیم ډول به د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخلې وکړي، فرمایشونه او بندیزونو به ولګوي او کېدای شي افغانستان د هند ملګرتیا پرېښودو ته هم اړ کړي. ځکه لوبه دوه ، صفر دوام لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply