د چاپېريال ساتنې د څار بنسټ په خپلو موندنو کې پر جسمي ناروغيو سربېره، د رواني او جنسي ناروغيو ستر لامل د چاپېريال ککړتيا ښوولې.
د دغه بنسټ د موندنو له مخې، په ټولنه کې د عصبانيت، يو بل نه منل، ضد، پرخاش او له قانونه سرغړونې يو خو غټ لامل همدا د چاپېريال ککړتيا ده. په دې سربېره، د جنسي يا پټو ناروغيو لکۍ هم د چاپېريال له ککړتيا سره غوټه شوې ده.
اوس که عطا نور له ضده دواړه پښې په يوه موزه کې ننهايستې چې هيڅوک يې له دندې ګوښه کېدو يا د استعفا د منظورۍ واک نه لري، يو لامل يې ښايي د چاپېريال ککړتيا وګڼل شي.
که نه له ۳۴۴ ولايتونو د دې يوه ولايت د والي ضد، کبر، ځانغوښتنه او خپلسري څنګه دومره غوښنه او له کنټروله وتلې چې خپله تبديلي يا د استعفا منظوري د ولسمشر تر واک پورته ګڼلای شي؟
له دې څرګندېږي چې د بلخ يا مزار چاپېريال تر کابل هم ککړ دی او ښاغلي نور په تېرو څوارلسو کالو کې دغه ژوندنۍ چاره پاموړ نه ده بللې.
د چاپېريال د ککړتيا له ناوړه اغېزو د خونديتابه يوه لاره دا کېدای شي چې خلک، په تېره چارواکي ځانونه د بېمې په مټ وقايه او خوندي کړي.
دا به د بېمې فرهنګ ته وده ورکړي او د بېمې ګڼ شرکتونه به په افغانستان کې پانهګونې ته را مات کړي.
د بدن هر غړی ښايي جلا بېمه کړای شي، هغه چې دمګړۍ له زيات ګواښ سره مخامخ دي، بايد لومړيتوب ورکړل شي.
لومړنی ګواښ د خولې يا غاښونو دی. عطا نور چې د مملکت د دويم شخص د غاښ ماتولو کوم خبرداری ورکړی، که څه هم د وزيرانو په شورا کې ډاکټر عبدالله د خپلو غاښونو د ساتنې اړتيا ياده کړه، خو دی خپله خوله يا غاښونه له عطا نوره د مسواک، بورس او کريمو په مټ نهشي ژغورلای.
د دغه ګواښ په مخنيوي کې يوازېنۍ لار دا ده چې ډاکټر عبدالله خپل غاښونه بېمه کړي.
که څه هم دی ډاکټر دی، خو د سترګو ډاکټر دی. اوس به لاسونه مروړي چې درېغه د سترګو پر ځای يې په غاښو کې خپلې زدهکړې بشپړې کړې وای چې د عطا نور له خوا يې د خپلو غاښونو يا خولې ماتولو خپله درملنه په سمه توګه پخپله کړې وای، خو د دغه ارمان اوس ګټه څه ده؟
که ډاکټر صاحب خپل غاښونه بېمه کړي، که خدای مه کړه د عطا نور سوک له مزاره د ده غاښ ماتولو ته را ورسېږي، لږ تر لږه خو به يې د بېمې له لارې تاوان تر لاسه کړی وي، بيا که د ده غاښونه د سرو زرو وي چې هرو مرو دي، بېمه يې ښايي له پامه و نه غورځول شي.
که اصف مومند خپل غوږونه بېمه کړي وای، د عطا نور زوی به په دومره اساني نه وای خوړلي، لږ تر لږه به د اصف مومند تاوان او ديت خوندي وو.
د ده زوی چې له کوم خبرداري پرته د اصف مومند په غوږ داړې سرې کړې، د عطا نور مخه د ډاکټر صاحب عبدالله د غاښ په ماتولو کې څوک نهشي نيولای.
د ماتولو په دغه موسم کې د ارګ د يوه بل چارواکي د لاس ماتولو اوازه، بلکې تصويرونه هم له ارګه راوتلي دي.
که څه هم د ده مات لاس لاه غاړې ته نه دی تللی او په تشناب کې له غورځېدا يې ژوبلېدل ښوول شوي، خو د سرچوک خبري اژانس په کوم بهرني سفر کې د صلاح الدين رباني کارنامه ښوولې.
له دې څرګندېږي چې په ماتولو کې د جمعيت فيصله اټله ده.
له همدې ځايه چارواکيو ته تر غاښو وروسته د بدن د نورو غړيو د بېمې اړتيا ښايي لومړيتوب ګرځېدلی وي.
څنګه چې د کندهار امنيه قوماندان هم د ماتولو په موډ کې را څرګند شوی، ځکه خو ارګمېشتي بايد په ټوله کې ځان وساتي او د بېمې کوم نړيوال شرکت افغانستان ته راوغواړي.
که څه هم ښاغلي رازق لا په څرګنده او مشخصه توګه د خولې يا بل غړي د ماتېدو، ژوبلېدو ګواښنه او ګوتڅنډنه نه ده کړې، خو د ده خبرداری تر عطا نور خطرناک دی.
اخېر ښاغلی رازق تر عطا نور څه کم دی، که هغه سر او خوله ماتولای شي، دی هم د سر او خولې اپوزيټ پر دغسې ګواښ اړولای شي.
څو کاله وړاندې په بريټانيا کې يوې نجلۍ خپله سغۍ بېمه کړې وه، خو دا چې د کوم ګواښ او څه ډول خطر له امله يې دغه بېمه اړينه بللې وه، رسنيو ته يې څه نه وو ويلي.
ښاغلي ايشچي د بېمې دغسې اړتيا پاموړ نه وه بللې، که نه په صوفه کې به يې په ډډه کښېناستو ځان اړ نه ګڼلای.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320