پاکستان له امریکا نور څه غواړي؟ / احمدشاه راشد

0 890

د امریکا متحده ایالتونو او پاکستان ترمنځ اړیکي له دې مخکې هم د لوړو ژورو ښکار شوې خو چې کله ولسمشر ډانلډ ټرمپ سپینې ماڼی ته راغی د دواړو هېوادونو ترمنځ یو پر بل د تورونو پورې کولو لړی چټکه شوې ده د نوي زیږدیز کال له پیل سره د امریکا جمهور رییس ډانلډ ټامپ پر پاکستان باندې توندې نیوکې وکړې  ده زیات کړه ” امريکا په تېرو ١٥کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته څه د پاسه ٣٣ ميليارده ډالر مرسته کړې، خو هغوى له دروغو او غولونې پرته موږ ته هېڅ نه دي راکړي، او زموږ پر مشرانو يې د ساده گانو گومان کړى. دوى هغو ترهگرو ته خوندي ځايونه ورکړي چې موږ يې افغانستان کې لټوو.

موږ سره يې په دې برخه کې ډېره کمه مرسته کړې او دا حالت نور دوام نشي کولاى.” او جالبه داده، چې کله د ټرمپ اړیکې هر هېواد سره د خرابولي طرف ته لاړې شي هغه ته د مرستو د بندولو ګواښ کړي، چې کله په ملګرو ملتونو کې د قدس د اسرائیلو د رسمیت پېژندلو په اړه ټولپوښتنه کېدله ټرمپ ګواښ وکړ، چې که چا یې پر ضد رایه ورکړه د امریکا لخوا د مرستو له بندیز سره به مخ شي. اوس یې پاکستان ته ګواښ کړئ، چې تر اوسه یې کوم ډول چلند له امریکایي مشرانو سره کړی دی وروسته له دې ورته د منلو نه دی  او اوس په دې باندې غور کوي ، چې هغه  ۲۵۵ میلیون ډالره مرسته، چې امریکا له پاکستان سره باید ۲۰۱۷ م کال په اګست میاشت کړې وای هغه د نور وخت لپاره یې هم وځنډوي او که ور یې کړي.

د پاکستان له جوړېدو نه د سپټمبر تر ۱۱ بریدونو پورې د مرستو اندازه:

امریکا له پاکستان سره د مرستو لومړی قرار داد په ۱۹۵۴ م کال کې امضا کړ، چې د لسو کلونو په جریان کې یې پاکستان ته  ۳ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالره مرسته وکړه ددې مرستې زیاته برخه د  فوځي واکمن جنرال محمد ایوپ خان په وخت کې وه. ولې چې د هند او پاکستان ترمنځ د ۱۹۶۵ م کال کې جګړه پیل شوه د امریکا مرستې له پاکستان سره کمې شوې. خو، چې کله د ۱۹۷۹م کال کې د امریکا جمهور رییس جیمي کارتر په وخت کې په پاکستان کې د اټومي پلانټ شتوالی افشا شو؛ نو د امریکا له لوري ټولې کېدونکې مرستې پرته له خوړو نه په ټپه ودرېدلې. او بیا، چې د شوروي اتحاد پوځونو په افغانستان باندې حمله وکړه نه تنها پاکستان ته د امریکا له لوري مرستې پیل شوې ولې په زیاته اندازه پوځي مرستې هم ورسره وشوې؛ چې د ۱۹۸۰ م کال نه تر ۱۹۹۰ م کال پورې د جنرال ضیاالحق حکومت ته ۵ میلیارد ډالره مرسته د امریکا له لوري ورکړل شوه او له ۱۹۹۰م کال نه تر ۲۰۰۰ م کال پورې د امریکا په مرستو کې یو ځل بیا کموالی راغی سبب یې هم د پاکستان له لوري د اټومي وسلو جوړول وو، چې د لسو کالو په جریان کې تقریبآ ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته له پاکستان سره شوې ده

د سپټمبر له ۱۱ مې تر اوسه پورې د مرستو اندازه:

کله، چې په  پر ورلډ ټرېډ سنټر د ۱۱ سپټمبر بریدونه وشول، سره له دې چې ټوله نړۍ کې ډېر بدلونونه راغلل، د پاکستان او امریکا سړې اړیکي هم په تودېدو شوې.د دوی په خبره د ترهګرو ضد جګړه کې پاکستان د امریکا تر ټولو متحد هېواد شو؛ هغه مرستې، چې ځنډ پکې راغلی وو یو ځل بیا یې له امریکا تر لاسه کړې؛ په دې وخت کې له پاکستان سره د اقتصادي او پوخي مرستو سره سره د ترهګری ضد جګړې لګښت هم ورکړل شو. د امریکا سنټر فار ګلوبل ډولمپمنټ نومي څېړنیز مرکز او دغه راز د امریکا کانګریس رپوټونو له مخې متحدو ایالتونو لله ۲۰۰۲ م کاله تر ۲۰۱۵ م کال پورې امریکا متحدو ایالتونو پاکستان ته ټولټال ۵۵ میلیارده او ۳۲۰ میلیونه ډالره؛ اقتصادي، پوځي او ترهګری ضد برخو کې د مرستې په توګه ورکړي دي.

د پاکستان په وړاندې امریکا ته ځه کول پکار دي؟

له کوم وخت نه، چې پاکستان منځته راغلی په مختلفو وختونو کې یې د امریکا سره اړیکي له سختو لوړو ژورو تیرې شوې دي، خو چې کله په افغانستان باندې روسانو یرغل وکړ او موخه یې هم د افغانستان له لخوا ځان رسول وو هند بحر ته نو امریکا خطر احساس کړ او بل دلیل دا هم کېدای شي، چې امریکایانو به د ویتنام د ماتې انتقام له روسانو اخستلو او یا هم د روسانو مخ پر وړاندې نظامي او اقتصادي تګ هم کېدای شي، چې دوی درلودلو نو امریکا یو ځل بیا د پاکستان سره په نظامي او اقتصادي برخو کې پراخه مرستې وکړي، او پاکستان له وخت نه په استفادې اټوم هم جوړ کړ خو اوس امریکا ته پکار دي، چې پاکستان له ځان سره واقعي وساتي که نه په سیمه کې چین په اقتصادي او نظامي برخه کې ښه لاس پیدا کړی دی او روسان هم د ځان جوړولو په حال کې دي نو د پاکستان ملګري له امریکا سره د هغه لپاره، چې اوس یې خاصتا په اسلامي هېوادونو کې څه کول غواړي ښه ده

امریکا په افغانستان کې خپله ماتې څه وخت مني؟

کله، چې په امریکا کې په تجارتي مراکزو باندې برید وشو نو امریکا وپیتېیله، چې ددې برید طرحه القاعدې ډلې په افغانستان کې جوړه کړې ده نو له همدې امله دوی په افغانستان باندې برید وکړ، او د طالبانو حکومت یې را پرځاوه لومړی انتقالي دوره او وروسته نسبتآ په سرتاسري ډول او د نسبي امنیت په شتون کې ټاکنې ترسره شوې، چې دا ټاکنې حامد کرزي وګټلې هغه وخت زما ښه په یاد دي د آزادي رادیو نه ما واورېدل، چې کرزې وېلې، چې که زما د حکومت په دوران کې د چا پوزه وینې شي زه استعفا ورکوم ولې دده په دوره کې د وینو نه ډکې ویالې وبییدې په هر حال له ۲۰۰۴ م کال نه وروسته امریکایانو په لوی لاس طالبانو مشران، او قومي بانفوذه شخصیتونه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ونیول یایې ووژل یو ځل بیا په افغانستان کې جګړې زور واخیست، چې په پایله کې یې په زرګونو عامو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښتوله او امریکایانو ته هم په هغه اندازه مرګ ژوبله واوښتله، چې دوی یې توقع نه کوله د پالیسیو او سټراټیژیو او د جنرالانو په بدلون او ادلون یې پیل وکړ ولې هغه هم نتیجه ورنکړه آخر مجبور شول، چې د وتلو مهال وېش اعلان کړي او په کمه اندازه باندې ځواکونه هغه هم په خپلو مشخصو شویو اډو کې وساتي او جګړه، چې څه ډول وه له هغه نه یې زور اخستی ولې کمه شوې نه ده دوی، چې کومه وعده کړې وه هغه دا، چې په افغانستان کې به یو باثباته او په خپلو پښو ولاړ دولت جوړوي هغه هر څه موږ وینو چې د ښه نه د بد په طرف هر څه روان دي او د امریکا په تجارتي مراکزو برید خپله د امریکا برید وو ځکه په دې برید کې په کمه  اندازه امریکایان ووژل شول له مخکې نه دا تجارتي مراکز له خلکو نه؛ ترې یوې اندازې پورې خالي شوي وو. او کومې څېړنې، چې د حکومت له لوري ترسره شوې دي، چې دا برید چا کړی دی په اړه یې معلومات تر اوسه پورې د امریکا له خلکو سره نه دي شریکې شوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply