راشد خان په کمو لوبو کې د سل ویکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

0 812

دعوت میډیا ۲۴ (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): د افغانستان سوکه، نامتو او غوره توپ اچونکی راشد خان ارمان په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو سیاليو کې يې سل چټکې ویکټې پوره کړې.

راشد خان د میچل سټارک په دغه ریکارډ ماتولو سره اوس په پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو کې لومړی لوبغاړی شو چې چټکې سل ویکټې یې واخیستې او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ.

نوموړي دغه ریکارډ په خپله ۴۴مه یو ورځینۍ لوبه کې جوړ کړ، چې له دې وړاندې د استرالیا چټک او چپ لاسي توپ اچونکي په ۵۲ سیالیو کې پخپل نوم کړی و، چې ورپسې په دغه لیست کې د پاکستان سوکه غوره توپ اچونکی ثقلین مشتاق دی چې نوموړي په ۵۳ سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې وې.

راشد خان دغه ریکارډ نن د یکشنبې په ورځ د ویسټ انډیز په وړاندې د غوراوي سیالۍ پایلوبه کې د شایي هوپ په ویکټه اخیستنه جوړ کړ، چې دغه لوبه لا هم دوام لري، او تر دې دمه ویسټ انډيز لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۴۶.۲ اورونو کې ۲۰۴ منډې جوړې کړې دي.

نوموړي په پنځوس اوریزو لوبو کې په یوه سیالۍ کې څلور ځل ۵-۵ او څلور ځل ۴-۴ لوبغاړي سوځولي دي، چې غوره توپ اچونه یې تېر ۲۰۱۷م کال کې د ویسټ انډيز په وړاندې د ۱۸ منډو په بدل کې ۷ ویکټې ترلاسه کول وو.

د افغانستان لخوا راشد خان دویم لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کوي، له دې وړاندې محمد نبي هم ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې وې، چې دولت ځدراڼ به هم په نیږدې وخت کې ۱۰۰ ویکټې پوره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply