دولت وزیري د دفاع وزارت له ویاندۍ استعفا ورکړه / دعوت میډیا ۲۴

0 919

دعوت میډیا ۲۴ (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۷): د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې او پر فیسبوک یې دغه اعلان کړی دی.

نوموړي په خپل یوه مختصر فیسبوکي پوسټ کې لیکلي: «له نن څخه وروسته زه د دفاع وزارت ویاند نه یم. د مهربانۍ له مخی زما د دندی په هکله خپل نظر بی له تبصری ولکئ، چی زه په دنده کی بریالی وم او یا بریالی نه وم».

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ولي له خپلې دندې استعفا ورکړې او یا مخکې څه پلان لري خو د نوموړي پوښتنې ته د فیسبوک فعالانو د مختلف جوابونه ورکړي دي، چې ځیني نمونې یې په لاندي ډول دي:

احمد بریال:

بالکل بریالی وې!؟ خو د درواغو دي خانه ورخرابه کړه، زما خو اوس هم یقین نه راځي چي له دندې به شړل شوی یې درواغ به وایې ځکه ستا خو هره ورځ اپریل فول وي

عرفان الله صالحي:

چیرته لاړې!
ته ښه وې د افغانستان د دفاع وزارت د تېروتنو د ډېره پرده کوله، په خپلو درواغو سره د افغانستان داسې امن کړ چې هر څومره زوروره چاودنه به وشوه تا به ویل دوه کسه ملکیان ټپیان او یو مړ؛حال داچې د افغانستان په هر ولایت کې که نه وي په هرو دوه ولایتونو کې یوې ولسوالۍ سقوط کړی.تا به دومره دروغ ویل چې حد یې نه لرلو.

غرزی اوریا:

تاسو یو پاک نفسه او مسلکی جنرال د اوردو یاست دا قضاوت زموژ له درکه دیر لور دی چه ستاسو په هکله یی وکرو دومره ویلی شو چه تاسو یوه نه تکراریدونکی شخصیت د ملی دفاع په وزارت کی یاست. په هر زای که چه یاست له خدای نه مو کامیابی او سرلوری غوارو ژوندی اوسی تل د وی افغانستان.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply