د طلوع چاره پکار ده!/ اېمل پیاوړی

0 618

د طلوع د افغان ضد خپرونو په اړه اندېښنې تازه او نننۍ نه دي، بلکې د طلوع د جوړېدو او لومړیو ورځو راهیسې ډېرو ملي او اګاه افغانانو د دوی د خپرونو په اړه اندېښنې ښودلې وې چې طلوع افغان ضد خپرونې کوي. زموږ اصیل افغاني فرهنګ ته سپکاوی کوي او پر ځای یې د ایراني فرهنګ د دودولو هڅه کوي.

طلوع له همغه لومړي سره مافایي چلند کاوه او مافیا ته ورته وه، چارواکي یې وېرول، حتی د ولسمشر کرزي په وخت کې یې ارګ دومره وېرولی او تر خپل اغېز لاندې راوستلی و چې منظم باج یې ورته منلی او هغه باج یې پر وخت او حتی له ټاکلې اندازې زیات ورکاوه.

طلوع په هره برخه کې له تعصب ډک چلند کوي او د افغانستان اساس نړول غواړي. ډېر وخت به مو لیدلي وي چې طلوع یوازې د پښتنو مقاماتو، چارواکو او حتی پښتني سیمو، روایتونو او دودونو خلاف خپرونې لري، خپرونې او معلومات یې بې اساسه وي، عقده یي وي، غرضي وي او دوی په لوی لاس د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ نفاق، شقاق، بدبینۍ، دښمنۍ او د زهر پاشولو ته لمن وهي.

د طلوع پرونی راپور هم له تعصب ډک وو، د بدبینۍ او کرکې بوی ترې راتلو، په داسې حال کې چې د کابل په ناامنه او ګردجنه فضا کې ولسمشر غني د ټولو امنیتي تهدیدونو باوجود د سولې د کاروان ښه راغلاست او هرکلي ته حضوري چمن ته ورغی او هلته یې د واټ پر غاړه سره لمر ته د هغوی تود هرکلی وکړ، هر یو یې په غېږ کې ونیول، ښکل یې کړ، قدر یې ورکړ او بیا د دوی په منځ کې کېناست اول یې د دوی خبرې او وړاندیزونه واورېدل او بیا چې کله خبرو ته پورته شو، نو د دوی څلور واړه غوښتنې یې په ورین تندي ومنلې.

حتی ولسمشر غني دوی ته وویل چې که طالبان هم چمتو وي، نو زه یو کلن اوربند اعلانوم او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې ورشئ د طالبانو مشر ته ووایئ چې اول اوربند ومني او دویم چې که په غره، هواره، جومات او بل هر ځای کې د سولې خبرو ته کېني، نو زه حاضر یم او د مذاکراتو لپاره ورځم.

طلوع تلویزیون پرځای د دې چې دغې مهمې غونډې ته انعکاس ورکړي او په غونډه کې د سولې ولسي حرکت د مشر او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ارزښتناکې خبرې د سولې او اوربند په اړه خپرې کړي، له بده مرغه د دوی ټول تمرکز په دې و چې دغه غونډه بې ارزښته وښیي، نو خو دا چې د بې ارزښته ښودلو لپاره یې دوی څه شی نه لرل، نو پلمه یې دا وه چې د غونډې لپاره لارې بندې شي، غونډې ته خبریالان نه دي ور پرېښودل شوي، د سولې ولسي حرکت غړي تالاشي شوي او نور داسې ماشومانه دلایل یې راوړي چې د طلوع خېلو د تعصب بوی او ړندې سترګې په کې له ورایه ښکاري.

طلوع دې له افغانستان سره تعصب او دښمني پرېږدي او خپل ځانونه دې اصلاح کړي، که د اصلاح وړ نه وي او یا یې اراده نه لري، نو حکومت دې د سولې د تامین لپاره د وسله والو مخالفینو پرځای د سولې د تخریبونکو چاره وکړي او په پیل کې دې د طلوع چاره وکړي، ځکه چې دوی نهیلي خپروي، د ولس ذهنیت خرابوي او د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ بدبیني زیاتوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply