د سولې ولسي حرکت وسله‌والو طالبانو ته درې ورځې وخت ټاکلی

0 566

د سولې ولسي حرکت له وسله‌والو طالبانو غواړي چې تر راتلونکو درېیو ورځو پورې دې د حکومت په شان د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

له هلمنده تر کابله د سولې ولسي حرکت غړي وايي، وسله‌والو طالبانو ته‌یې درې ورځې وخت ټاکلی، څو د ولس غوښتنو ته په مثبت ځواب ویلو سره، خپله خپلواکي ثابته کړي.

د دغه ولسي حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال طالبان دې د ولس غوښتنو ته درناوی وکړي او د حکومت اوربند ته دې په اوربند ځواب ورکړي.

دی وایي:

“موږ په وسله‌والو طالبانو غږ کوو چې د افغان حکومت دغه يو میاشتني اوربند ته دې ځواب ورکړي، وسله‌والو طالبانو ته موږ درې ورځې وخت ټاکلی دی، لکه څنګه چې افغان حکومت ځان خپلواک ثابت کړ او پرېکړه‌یې خپله وکړه، ولسمشر تصمیم خپله ونیوه، چاته‌یې زنګ ونه‌واهه، له چا یې مشوره وانه‌خيسته، له دوی هم ولس همدا هیله لري چې خپله پرېکړه ولس ته واوري.”

ښاغلی وطندوست وايي، که وسله‌والو طالبانو د دغو درېیو ورځو پورې د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه‌کړ، نو د هغو سفارتونو په وړاندې به خیمې ووهي چې پرې د وسله‌والو طالبانو د ملاتړ تورونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېره ورځ په کابل کې د دغه ولسي حرکت غړو سره د کتلو پر مهال طالبانو ته د سولې وړانديز تکرار کړ او ويې‌ویل چې په هر ځای کې چې طالبان ورته وايي، هملته به ورسره له هر ډول قید او شرط پرته، د سولې خبرو ته حاضر شي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، که طالبان‌يې وړانديزونه ومني، اوربند به یو کال ته وغځوي.

ښاغلي غني دا هم ویلي دي چې د سولې د خبرو پر مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پر موضوع خبرې کېدای شي.

له دې وړاندې د سولې ولسي حرکت یوه مشر اقبال خېبر ویلي دي چې د جګړې د پای ته رسېدو پيغام تر ټولو هغو هېوادونو رسوي چې د افغانستان په شخړه کې ښکېل دي.

له هڅو سره سره ونه‌توانېدو چې په دې اړه د وسله‌والو طالبانو نظر هم راواخلو.

خو لیکوال او د سیاسي چارو کارپوه نجیب ننګیال وايي، دا چې په افغانستان کې د جګړې دوام ته هېڅ پلمه نه‌ده پاتې، نو په کار ده چې وسله‌وال طالبان د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او د مذاکراتو مېز ته حاضر شي.

نوموړي وویل:

“دوی باید ولسي غوښتنو ته احترام ولري، که په حقیقت کې دوی دا دعوه لري چې دوی ولسي نفوذ لري او د افغانستان خلک دي او د افغان ولس خیر او ښېګڼه غواړي، نو د ولس غوښتنې ته باید مثبت ځواب ووايي، کله چې دوی دغه کار نه‌کوي، نو دا په دې معنی ده چې دوی په خپل واک کې نه‌دي او له بل ځایه کنټرولېږي.”

ښاغلی ننګیال په دې باور دی چې د اختر په درېیو ورځو کې د طالبانو له‌خوا د اوربند له اعلان وروسته دا معلومېږي چې د دغې ډلې په مختلفو سطحو کې روغې جوړې او د سولې موضوع ته لېوالتیا زیاته شوې ده.

راپور: محمد واصل وصال

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply