د زده کړو برخه کې بې غوري د ځوان نسل تباهي ده

0 720

محمدروښان ښاد/

 

سره له دې چې په دې وروستیو كلونوکې زده کړې ته د ولس، دولت او نړیوالې ټولنې زیات پام ور اوښتی او د زده کړې د دودولو لپاره تر بل هر وخت زیات امکان امکانات شته، خو څومره چې پام او امکانات زيات شوي، نو له بده مرغه همدومره ورسره ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي له ګڼو ننګوونو او ګواښونو سره مخ دي. ګڼ ښوونځي ویجاړ او تړل شوي، ښوونکي او زده کوونکي په مرګ ګواښل شوي، همدغو ګواښونو او ننګوونو ته په کتو ولسي پوهاوي او ملاتړ ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لیدل کېږي، ځکه د ولس له ملاتړ پرته د زده کړې بهیر همدومره ټکنی، ستونزمن او ان ناشونی دی لکه  نن سبا چې د هېواد په ګڼو نارامو او پښتون مېشتو سیمو کې وینوچې ښوونځي ویجاړ او تړل شوي او ښوونکي او زده کوونکي د خپل برخلیک او راتلونکي په هکله نهیلي او اندېښمن په کورونو ناست دي.

که خدای مه کړه له زده کړې او ښوونځيو سره دغه له دښمنۍ ډک ناوړه چلند همداسې دوام وکړي او علما او ولسي مشران د ښوونځیو د پرانیستلو او خوندیتوب لپاره رغنده او عملي ګامونه پورته نه کړي، نو اړوندې سیمې، د هغو اوسېدونکي او په لویه کې ټول هېواد به خدای مه کړه له یو لوی ناورین سره مخامخ شي. داسې ناورین چې بیا به یې نه  حکومتونه چاره وکولی شي  او نه به  پښېماني او د لاسونو مروړل كومه عملي ګټه ولري.

 

والدینو، دیني علماوو، روحانیونو او قومي مشرانو ته ښايي چې سر له ننه د زده کړې او ښوونځیو په هکله پراخ کمپاین وکړي. د وعظ، غونډو، لیدنو، دیني لارښوونو او روښانه بېلګو راوړلو له لارې ولسونه د زده کړې په ټولنیزو ښېګڼو او ارزښتونو وپوهوي، څو هغوی د خپلو اولادونو او هېواد د سوکالۍ، ټولنیز پرمختګ  او نېکمرغۍ په موخه خپل ماشومان د زده كړې او سالمې روزنې په موخه ښوونځيو ته واستوي.

 

که څه هم نن سبا د پخوا په پرتله خلكو ته د زده کړې ښېګڼې او ارزښت زيات ور معلوم دى او د ښوونځیو پر وړاندې د خلکو مخالفت او مقاومت هم تر پخوا ډېر نرم او کم شوی دی، خو لا هم یوې ټولینزې او پراخې ولسي هڅوونې ته اړتیا شته، څو کورنۍ خپل زامن او لوڼې ښوونځي ته واستوي، د نجونو زده کړه ځکه مهمه ده چې د ټولنې نیمایي برخه تشکیلوي او تر څو چې دغه لویه کتله لوستې او فعاله نه شي، نو نه به مو ټولنه او هېواد ټولنیز پرمختګ وکړي، نه به د میندو او ماشومانو د مړینې لوړه  کچه راټیټه شي، خو که نجونې لوستې شي، نو د پوهې کچه به یې لوړه شي، په دیني لارښوونو او ارزښتونو به پوه شي. خپل حقونه او مسوولیتونه به وپېژني. د  اولادونو سمه روزنه به وکولی شي. پرېمانه ښځینه ښوونکې، ډاکټرانې او ټولنیزې فعالانې به ولرو. د نجونو د زده کړې بله ګټه داده چې تر څو نسلونو پورې یې اغېز پاتې کېږي.

د زده کړو برخه کې بې غوري د ځوان نسل د تباهي په مانا ده او دا نسل چې په راتلونکي کې د هیواد واګې او چارې سنبالوي، نو باید چې د دوی د زده کړو برخې ته اساسي پاملرنه وشي او باکیفیته زده کړې ورته برابرې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply