د طالبانو نيمګړې، مبهمه او مشروطه موافقتنامه د ټرمپ د ټاکنيزې بريا او

سيد حسين پاچا

0 738

د طالب پلوه شيخ محمد عمر خطابي د لا پوهاوي په پار :

د طالبانو نيمګړې، مبهمه او مشروطه موافقتنامه د ټرمپ د ټاکنيزې بريا او نوبل جايزې د لاسته راوړنې لپاره د حديبې له صلحې ((سولې تړون)) سره د پرتلې وړ نه ده

 

د دې ګټه خو نه د اسلام او نه د مسلمانانو او نه زموږ وامريکا او د متحدينو د هر اړخيزو مصلحتونو په ګټه ده

تاسې د کوم د علمي صلاحيت له مخې دا ډول موافقتنامه د يو ميلياردر د شخصي هيلو د پوره کولو لپاره د حديبې له صلحې، د اسلام او د مسلمانانو په ګټه توجيه کوئ؟

 

 

نوټ : زموږ محترم شيخ صاحب به له اصولو سره خامخا اشنايي لري. لږه تر لږه اصول الشاشي خو به يې لوستې وي. د نورو پر خولې پر ځان باندې ځينې تورونه لګول به درسته خبره نه وي. د افغانستان د حکومت او د ولس پاليسي په دې هکله روښانه ده او طالبانو ته لا چا داسې توري نه دي کارولي. تور پورې کول به درسته او معقوله خبره نه وي چې بناءً احتياط پکې وشي.

 

د ښاغلي شيخ خطابي او د ګرانو هېوادوالو د لا پوهاوي او پاملرنې لپاره دا اړينه بولم چې دا ډول مبهمې ((ناڅرګندې)) و مشروطې موافقتنامې چې هغه هم نه يوازې د دواړو مخالفو لوريو يعنې حکومت وطالبانو، بلکې خپله امريکايانو ته هم ناڅرګندې دي د يو درېيمګړي نړيوال دوه مخي شيطان په وسيله چې هغه هم د نړيوالو له لورې د درنو سودي پورونو لاندې د پښو له نوکانو د سر تر وېښتانو پورې غرق دی او نه ورته نړيوال او نه IMF ورته تېری پور نه ورکوي او د هېرا د منډي د فحشاء ماليه هم ورګډيږي او دغه ګډه سودي هر اړخيز تمويل د جهاد او د اسلامي امارت په نوم د شرعي نظام د پلي کولو لپاره د افغانستان د مظلومو او بېګناه خلکو د عام وژنې لپاره کارول کيږي چې دېته د حُديبې د سولې سره ورته والی به بې انصافي وي. په دې اړه کره لاسوندونه شته چې پاکستان خپلې ټولې هيلې په افغانستان د طالب او نورو ډلو د بيا واک ته رسولو کې ويني. ښاغلي خليلزاد داسې سوله بايد هېڅکله نه وای کړی چې په اوومه (خام) تار يې ټول اړخونه سره تړلي دي.

 

د CNN د تازه راپور له مخې ټرمپ په ګومان چې ((هر يو دا سوچ کوي (انګري) چې زه د نړيوالې جايزې وړ يم))، نو د يو نړيوال پانګه واله د ځانغوښتنې او سياسي ټاکنيزې بريا هيلو د طالبانو او عبدالله د ديني ادعا او شخصي تمايلاتو سره غوټه خوړلې ده چې حکومت يې په ښکاره ګواښنو او ګوتڅنډنو تر سخت فشار لاندې نيولی، نو په داسې يو صورت کې به د طالبانو هر اړخيزه نيمګړې او مشروطه موافقتنامې ته د حُديبې له صلحې سره ورته والی او ديني صبغه ورکول بې انصافي وي. زموږ مشوره ورته دا ده چې په داسې مسايلو کې چې سياست، ولس ته ځانښوونه او د ځانغوښتنې هيلې مله دي د اسلامي امارت د بيا راژوندي کېدو په هيله ديني جنبه (صبغه) نه لري، بلکې دواړو لوريو ته د واک د بيا لاسته راوړلو او امتياز غوښتنې هيلې نغښتې دي سپارښتنه کوو چې له احتياط او تأمله کار واخلي.

 

زموږ ښاغلی شيخ بايد دېته هم سوچ وکړي چې په دې وروستيو کې ملا فاضل په ښکاره ټکو ويلي چې :

که دا مجاهدين چې په ډګر کې او په دې ځای کې کاميابي نه وي، نو هلته بيا سياسي دفتر هېڅ بې فايدې (بې ګټې) دی.

مخکې به دوی ويل :

((دا تروريستان دي او دا الحاديان دي)).

دوی بغاوت کړی دی. يا به يې وژنو، يا به يې بنديانوو او يا به يې له دې ملکه وباسو.

دا مجاهدين ناست دي، ما هېڅکله دا خبره نه ده کړې چې ته لاړ شه جنګ وکړه او يا پلانی پلانی وکړه.

بيا مو بله ورقه او بل تعهدنامه ورسره وليکله چې :

((موږ به بيا نه له چا سره خبرې کوو، نه به تېلېفون کوو او نه به ستړې مشي کوو)).

ان شاء الله تر هغه وخته چې ژوندي يو له هغو مجاهدينو سره به مل او ورسره يو.

 

بيا چې سړی د نوموړي او د نورو دريو لوړپوړو چارواکيو خبرې سره اوري او يو له بل سره يې پرتله کوي چې هر يو نظام نه مني او د راتلونکې لپاره د خپل زوړ امارت د بيا راژوندي کېدو په تمه دي او لا د جګړې ګواښنې او هڅونې کوي، نو انسان خو د خپلې کړې ژمنې ژمنتيا ته مسوول دی، نو دا څنګه کېدای شي چې هلته په قطر کې نوې ژمنه کوي او بيا دلته له راتګ سره نوې هڅونې او د نظام ګواښنې کوي، نو تاسې منحيث يو عالم دين او شيخ الحديث دا ضد ونقيض خبرې څنګه توجيه کوئ؟ او د کومو اصولو او معيارونو پر اساس يې د حُديبې له صلحې سره ورته بولئ؟ تاسې ته پته ده چې د الله تعالی پېغمبر صلی الله عليه وسلم خو هېڅکله دوه مشروطه صلحه نه وه کړې، بلکې د خپلې ايماندارۍ له مخې او د مسلمانانو د عامه مصلحت لپاره يې د هغوی سخطو شرايطو ته غاړه کېښووه، خو دلته د طالبانو کړنې له پيله تر پايه په ناروښانه [محرمو اجرائيوي اسنادو]، شفاهي ژمنو او د قطر د سياسي دفتر د ساتلو او امتياز لپاره نغښتې دي. په داسې حال کې چې دوی ټول يو له بل سره خېښۍ (خپلوۍ) لري او پر مهمو سوړو يې خپل زامن او خپل خپلوان مقرر کړي دي، نو دې ډول کړووړو (معاملاتو) ته ديني صبغه هغه هم د حُديبې د صلحې سره د ورته والي بڼه ورکول به دېره بې انصافي وي.

 

همدارنګه د شيخ صاحب د لا پوهاوي لپاره دا اړينه بولم چې د کوټې شوری د يو لوړپوړي چارواکي خبره ور په ګوته کړم :

دا يوه خبره – خبره چې دوی وايی :

موږ پرړه ولو (کوو) چې ټرمپ دا وويل چې ((استخبارات به پاتې وي)) او يا يې دا وويل چې ((موږ به کومک يو)) چې موږ هغه پرړې ولو. طالبانو هم ورته ويلي وو چې موږ ورته وويل چې د يو ولسمشر په توګه يې دلته راسره دا پرېکړه کړې ده او هلته داسې خبرې کوي؟

هغه دوی دا وويل چې :

((موږ د خره غول (خرشنه) خوړلي دي)). ((هغه هر څه د خره  غول (خرشنه) چې وخورو، هغې ته يې غوږ مه راباسئ. نو موږ به هغه کوو او هغه خبرې به زموږ ورسره وي)).

 

شيخ صاحب ته خو به پته وي چې دين پر موهوماتو او مبهماتو ولاړ نه دی، بلکې په ښکاره اسماني اسلامي ارزښتونو قرآن وحديث ولاړ دی. دا چې له دوی سره څوک داسې شفاهي ژمنې کوي چې تاسې د خلکو خبرو پسې مه ګرځئ او حال دا چې د قطر په موافقتنامه کې په ښکاره ټکو له امارته انکار شوی :

 

What does the Taliban-US agreement say?

The long-awaited comprehensive agreement between the two sides is made of four parts.

هلته هر ځل چې د اسلامي امارت کليمه راغلې له هغې سره د رسميت نه پېژنې قيد راغلی او روښانه شوې چې دوی ته به د ځينو مصلحتونو په پار البته د پرستيژ ورکولو لپاره پرېښوول شوې وي، خو په رسمياتو کې مطلقې منفي شوې، د بېلګې په توګه :

 

The agreement, as seen by Al Jazeera, is categorised in four main parts. Read the full text below:

Agreement for Bringing Peace to Afghanistan between the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban and the United States of America February 29, 2020

 

او بيا همدغه لوړپوړی چارواکی د خپلو خبرو په پای کې په دويم قيد کې داسې ويلي دي :

 

دويم قيد :

بل يې دغه قيد ورسره اېښی دی چې پينځه زره (۵۰۰۰) کسه بنديان به له مذاکراتو مخکې ايله (خوشې) کيږي. کله چې مذاکرات شروع شول، نو د مذاکراتو د شروع په وخت کې به بيا هغه شخصًا د امريکايانو بنديز وي، نو هغه امريکايانو وويل چې هغه کله مذاکرات شروع شول، نو زموږ به ډرون هم ختم وي، چاپې به مو هم ختمې وي او هر څه به مو ختم وي چې هغه يې په خوله ورته ويلي دي.

 

دومره ساده توب خو په کار نه دی. هېښنده لا دا چې خپل جنګ ته مشرعيت له ديني صبغې ورکوي او بيا منښتې له استخباراتو سره په شفاهي ژمنو کوي، نو دېته څنګه ديني صبغه ورکولی شئ او دا ډول موافقتنامه د حُديبې له صلحې سره پرتله کولای او د اسلام او مسلمانانو په ګټه يې بولئ؟ حال دا چې همدا اوس له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ ده. دين خو استهزاء او ملنډې نه دي، بلکې په دين کې نه يوازې د مسلمانانو، بلکې د ټول عالم بشر اجتماعي خير ښېګنې نغښتې دي.

 

په دې هيله چې زموږ ښاغلی شيخ صاحب د خپل علمي صلاحيت په رڼا کې يو ځلې بيا له سره غور وکړي چې خدای مه کړه په کوم ديني واخروي مسووليت کې را نه شي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

Trump: ‘Everyone thinks’ I deserve Nobel Prize

https://edition.cnn.com/2018/05/09/politics/trump-nobel-prize/index.html

Donald Trump thinks the Nobel Prize committee is against him

https://edition.cnn.com/2019/09/24/politics/nobel-prize-trump/index.html

اېن بي سي: ټرمپ له افغان تړون سره د سولې نوبل جایزې په لټه کې و

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52210620

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply