Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د پاکستان منځته راتلل او د پښتنو مسئله/ عبدالهادي هادي

0 1,197

(د پاکستان منځته راتلل او د پښتنو مسله) د هغه ارزښتمن تاريخي اثر نوم دی چې روسي لیکوال يوري نيکولايويچ پانيچکين ليکلی دی. ی ن پانيچکين د ریزان د هوايي دیسانت د عالی کالج د انګلیسي ژبې د ترجمانۍ د څانګې زده کړی دی چې په وسله وال پوځ کې يې د دندې له اجرا سره سره يې د ريزان د پيداګوژي دولتي پوهنتون پای ته رسولی او د تاریخي علومو د دکتورا کاندید دی.
دغه مهم اثر تکړه افغان لیکوال او ژباړن ښاغلي ډاکتر شير حسن حسن په روانه پښتو ژباړلی او په ۲۰۱۴/۱۳۹۳يم کال د افغانستان د سیمه ايزو مطالعاتو مرکز په روسيه کې د افغانانو له فرهنګي ټولنې سره په ګډه په ۳۰۴پاڼو کې پر سپين اخباري کاغذ زر ټوکه چاپ او خپور کړی دی.
د کتاب ژباړن چې پخپله ښه ليکوال او د ژباړې له اصولو او باریکيو سره آشنا دی، زيار ایستلی چې تر وسه وسه داسې ژبه يا نثر وکاروي چې تصنع پکې نه وي او پر لوستونکي ونه غمېږي، کله چې د پاکستان منځته راتلل او د پښتنو مسئله اثر لولو نو د ژباړن د نثر خوږوالی او رواني ته مو پام ور اوړي او دا ډاډ راته پیداکېږي چې ژباړن په دواړو ژبو دومره تسلط لري چې لوستونکی فکر کوي اصلي متن لولي، ښايي د همدې له پاره به وي چې تکړه ليکوال ښاغلی غفور ليوال د کتاب په سریزه کې د ژباړن په باب ليکي:book da pakistan manz ta ratlal
د کتاب ژباړونکی په خپله د دې دورې یوه په زړه پورې مطالعه او تر یوه حرفوي ژباړن ورپورته صلاحيتونه لري، له تخنیکي پلوه پر دواړو ژبو د بشپړ حاکميت نر څنګ د تاریخ او سیاسي وضعيت يو ځيرن شنونکی او کتونکی دی، ځکه خو يې د ژباړې يوه ژوندۍ او پيغام لرونکې هڅه کړېده.
د پاکستان منځته راتلل او د پښتنو مسئله د ژباړن پر لنډکي يادښت پيلېږي چې ورپسې د مېړني ولس دردمن تاريخ تر سرليک لاندې دافغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز د مشر، ښه ليکوال، شاعر او کره کتونکي غفور ليوال شپږمخيزه سريزه راغلې ده، چې سمدستي ورپسې د پاچاخان پوهنتون د مرستيال دکتور فضل الرحيم مروت مقدمه راځي، دکتور مروت د کتاب په باب کاږي :
روسي ليکوال پانچکين هغه ټول پړاوونه په ګوته کړيدي چې پښتانه له خپل لوی هيواد افغانستانه څنګه بېل شول، سیکهانو څنګه د پښتنو ځمکه قبضه کړه ، انګرېزانو کوم رول ولوبولواو په آخر کې هم د انګرېزانو په مرسته د پاکستان جوړېدا ته څنګه زمینه برابره شوه؟

د پاکستان منځته راتلل او د پښتنو مسئله په څلورو فصلونو کې په ترتيب د پښتنو د مسلې تاريخي شاليد او د شمالمغربي سرحدي ایالت رامنځته کېدل، د شلمې پېړۍ په ۲۰-۳۰مو کلونو کې په شمالمغربي سرحدي ایالت کې سياسي مبارزه، له ۱۹۳۷ کال څخه د ۱۹۴۶ تر اګست پورې په شمال مغربي سرحدي ایالت کې سیاسي بهير،
د ۱۹۳۷ کال ټولټاکنې او په شمال لوېديځ سرحدي ایالت کې لومړی کانګرسي حکومت، د حکومت تر استعفا وروسته په هند او شمالمغربي سرحدي ایالت کې ټولنيز حالت، د ۱۹۴۵کال په پیل کې د برتانوي هند او شمالمغربي سرحدي ایالت حالات، دوهم کانګرسي حکومت، انتخاباتو ته تياری او د۱۹۴۶ز کال ټولټاکنې، د شمالمغربي سرحدي ایالت دریم کانګرسي حکومت، په پاکستان پورې د شمالمغربي سرحدي ایالت د تړل کېدو پرېکړه:
د هند د سرآسري مسلم لیګ او جناح دریځونه، په شمالمغربي سرحدي ایالت کې د مسلم لیګ مدني سرکښي، په شمالمغربي سرحدي ایالت کې د مسلم ليګ د دریځ ټینګښت، د جون د درېيمې پلان او له پاکستان سره د شمالمغربي سرحدي ایالت د یوځای کېدو د پلويانو برياليتوب. عنوانونه يو په بل پسې په تاریخي لحاظ راسپړل شوي او د باوري منابعو او ماخذونو په ښودلو سره څېړل شويدي.
د پاکستان منځته راتلل او د پښتنو مسئله له وروستيو خبرو او لنډيز سره غزول شوی او د ماخذونو په ښودلو پای ته رسېدلی دی.
له درانه ډاکتر صيب شير حسن حسن نه چې د دې ارزښتناک اثر يوه نسخه يې د مهربانۍ له مخې تر استراليا پورې ماته رالېږلې مننه کوم او د هند د نيمې وچې او په يادې جغرافيه کې د پښتني سيمو او پښتنو د تاريخ مينه والو ته د دغه مهم تاريخي اثر د لوستلو سپارښت کوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply