دوه افغان تکړه ماشومان د اوکراین ادیسه ښار کې/هلمند پردیس

0 3,464

نن درته د اوکراین ادیسې په ښار کې میشت دوه افغان ماشومان چې همدلته په ادیسه ښار کې زیږیدلی او د مکتب شاګردان دی، د دوی د استعداد، وړتیا او د زده کړو په اړه مالومات درکړم.
دغه دوه ماشومان،چې سکه خور او ورور دی، هوسۍ د محمد رسول لور چې په کال (07.08.20055) د اوکراین ادیسه ښار کې زیږدلی ده، او په ۲۰۱۲ کال کې د چورنې مورې په ترکی لیسه کې شامله او خپلې زده کړې کوي، او همدا رنګه پس له وخته د افغان باختر ښونځي((افغان باختر ښونځۍ په ادیسه کې د افغان میشت وطنپال تجار د دوستۍ فونډ مشر انجینر محمد عثمان او ملګرو په مالي مرسته د افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره جوړ شوی دی، تر څو د خپلې مورنې ژبې، د وطن د تاریخ او دیني علوم زده کړې پکې په وړیا توګه وکړي)) له هغو ممتازو شاګردانو څخه ده، په شپږو ژبو روانې خبرې لیک او لوست کولی شي، چې عبارت د له پښتو، دري، انګلیسي، روسي، اوکرایني،ترکي، او یو کال کیږي، چې د الماني ژبې زده کړی هم ښه په بریالي توګه سره کوي.
هوسۍ هغه وړتیا چې دی یې لري، ډیره د ستایلو وړ ده، زه یې له نیږدي وړتیا پیژنم،‌خکه چې هغه زما د افغان باختر په ښونځي کې د پښتو مضمون تکړه شاګرده ده، کوم چې زما له پاره ډیره د تعجب خبره ځکه وه، چې پښتون وطن نه لرې بیا هم دومره ښه په روانه پښتو خبرې او ډیر ښه لیک او لوست یې زده کولی شو، او هیڅ به داسې یو څوک و نه وايي، چې دغه ماشومه د په اوکراین کې تولد شوی وي، په اسلامي برخه کې هم خپلې زده کړې کوي، شپږ ځلی یې قران کریم ختم کړی دی، او همدارنګه یې د انګلیسې ژبې په برخه کې د انګلستان کامبرج(Combridge) څخه په ښه درجه بری لیک ترلاسه کړی دی، زه ورته د زړه له کومی د ژوند له تحصلي ډګره څخه په نور برخو کې هم همداسې بریالی او سوکاله ژوند غواړم ستر رب دې په عزت او حیا کې لویه او بریمنه لري.

محمد ارشد د هوسۍ ورور د محمد رسول مشر زوی چې په کال (28.04.20022) د اوکراین ادیسه ښار کې تولد شوی دی، ارشد جان په ۲۰۰۹ کال د چورنې مورې ترکې لیسه کې شامل شو، په اوو ژبو روانې خبرې، لیک، او لوست کولې شي، چې عبارت د له پښتو، دري، انګلیسي، روسي، اوکرایني،ترکی، او الماني ژبې دی، هغه په ترکی لیسه کې یو له هغو لایقو شاګردانو څخه دی، په ۲۰۱۶ کال کیف ښار کې د یوې ازموینې له مخې دوه مډالونه ترلاسه کړی دی، چې سپینو زرو مډال د اوکرایني ژبې په برخه کې او د برنزو مډال یې د ترکي ژبې په برخه کې د ټول اوکراین په سطحه ترلاسه کړی دي، او همدارنګه د انګلیسي ژبې په برخه کې یې افتخاري بری لیک له انګلستان کامبرج (Combridge) څخه ترلاسه کړی دی.
ارشد د ریاضی په برخه کې هم د خپلې وړتیا له مخې او اوکراین په سطحه د سیالۍ له مخې د بریا ښې نمرې او سندونه تر لاسه کړي دی، چې زه به یې خامخا د سندونو عکسونه درسره شریک کړم.
ارشد جان هم د افغان باختر یو له تکړه ، د ښو اخلاقو خاوند ماشوم دی، په افغان باختر ښونځي کې زما د پښتو او ټولنیز لوستونه په برخه کې د ښو نمرو په اخیستو سره زما د خوښې او لایق شاګرد دی.
هغه په اسلامي برخه کې هم غافل نه دی پاتې شوی، دیرش ځلې یې قران کریم ختم کړی دی، او دیرشمه سپاره یې هم حفظ کړی ده.
د دغو دواړو ماشوانو د وړیتا او استعداد یوه وجه طبعي ده، مګر بله وجه یې مور او پلار دی، چې دوی یې د زدوکړو زمینه ورته برابره کړی، او جدي نظارت تري کوي، هغوی په د عقیده دی، چې ماشومان چې هر چرته لویږي، خپل وطن، عقیده باید ترې هیر نشي، نو ځکه یې په دغه برخه کې له خپلو ماشومانو سره ښه خواري کړی دی، او نتیجه هم لري، چې دا ډیر د خوښۍ ځای دی، د مور او پلار د یې عمر ورته اوږد کړي، تر څو د خپلو زخمتونو میوه تر لاسه کړي.
زما د ټولو میندو او پلرون لپاره هغه که داخل د افغانستان کې دی، او که بهر له افغانستان څخه دی، باید چې هر څنګه کیږي، په خپلو ماشومان د زده کړي وکړي، او د دوی د سالمه روزنه وکړي، تر څو په راتلونکي کې د خپل ځان ، بیا د خپلې کورنۍ او د خپل وطن په درد وخوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply