رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۷برخه)

0 1,528
رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۷برخه)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
پر ملکوت اعلی باندې، دنبي کريــــم صلی الله علیه وسلم
مبارک نوم
دحضرت عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې کله د حضرت آدم علیه السلام څخه خطا وشوه؛ نو حضرت آدم علیه السلام الله جل جلاله ته وویل:
ای زما ربه! ما د محمد صلی الله علیه وسلم له برکته وبخښې.
الله جل جلاله ورته وویل چې ته محمد صلی الله علیه وسلم څنګه پیژنې؟ حضرت آدم علیه السلام ورته وویل چې کله تا زه پخپل قدرت سره جوړ کړم او زما جسم ته دې روح داخل کړ، چې کله مې سر را پورته کړ؛ نو د عرش پر ستنو باندې لیکل شوي وو چې، (لا اله الا لله محمد رسول الله) نو زه پوه شوم چې د هغه چا نوم چې ستا له مبارک نوم سره نوشته دی؛ هغه ستا په دربار کې تر ټوله مخلوق اعلی او محترم دی.
الله جل جلاله ورته وویل تا درسته خبره وکړه، که چېرې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه وای؛ نه به مې ته پیداکړی وای او نه به مې هم کائنات پیداکړي وای.
په حدیث قدسی کې الله جل جلاله فرمایي:
لولا ک لما خلقت ا لا فلا ک
ژباړه: ای پېغمبره! که چېرې ته نه وای؛ ما به اسمانونه نه وای پیداکړي.
یادونه: دافلاک څخه مراد ټول مخلوقات دي.
نبي کـــــــــریم صلی الله علیه وسلم تر ټولو ښــــــــــکلی ؤ
حضرت یوسف علیه السلام حَسین ؤ او نبي کریم صلی الله علیه وسلم جمیل ؤ.
 ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها فرمايي: کله چې د مصر ښځو حضرت یوسف علیه السلام ولیده؛ نو دوی خپلې ګوتې پر ېکړې، که چېرې یې زما محبوب صلی الله علیه وسلم لیدلی وای؛ نو زړونه به یې پرېکړي وای.
له دې څخه معلومه شوه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر حضرت یوسف علیه ډېر ښایسته ؤ، دا چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم پخپله فرمايي، چې حضرت یوسف علیه السلام ته د ټولې نړۍ نیمه ښکلا ورکړل شوې وه، نو په دې پرتله کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپله داخل نه دی او مستثنی دی.
په حدیث شریف کې راځي چې یو ځل صحابه کرام رضی الله عنهم ناست وو، نبي کریم صلی الله علیه دڅه شي غوښتلو له کبله لاس مبارک اوږد کړ، څادر مبارک یې یو خوا شو او مبارک بغلونه یې ښکاره شول، صحابه کرامو چې ولیدل، نو داسې ښکاره کېدل؛ لکه د سپینو زرو په شان یو شفاف څیز او کتل ورته ناشوني وو.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم خـــــــاتم الاخــــــــــلاق هم وو
اسلام د تورې (سیف) په زور نه دی خپور شوی؛ بلکې د اخلاقو له کبله خپور شوی دی، دنبي کریم صلی الله علیه وسلم صبر، تحمل، رحمت، شجاعت، سخاوت له دې څخه علاوه معجزې او ورسره وحې، دا ټول بې بېلګې دي، له دې ټولو څخه دا جوتیږي چې دی د الله رسول ؤ، دا د اخلاقو هغه درجه ده چې هیڅ نبي ته نه ده ورکړ شوې، دعلم هغه اندازه چې ټولو انبیاوو علیهم السلام ته ورکول شوې ده؛ د هغه دوه برابره نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورکړ شوې ده، هغه مقام چې الله جل جلاله ده ته ورکړی دی؛ بل نبي یا رسول ته یې نه دی ورکړی، له همدې کبله نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم خاتم النبیین دی او هم خاتم الاخلاق دی.
دحضرت سلیمان علیه السلام دګوتمۍ پرغمي باندي دمحمد صلی الله علیه وسلم نوم ؤ
حضرت عباده بن الصامت رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل: دحضرت سلیمان بن داؤد علیه السلام د ګوتمۍ د غمي رنګ اسماني ؤ او دا غمی الله جل جلاله ورکړ، ده دا غمی په ګوتمې کې ور واچاوه، په غمي کې لیکې وو چې (لا اله الا الله محمد رسول الله)
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک نوم پر ډبرو، ګلانو، ونو، اوبو، میوو، وریځو کې، پر انسانانو، پر حیواناتو، حتی پر بې شمېره شیانو باندې شتون لري، د ټکنالوجۍ په دې نړۍ کې هر څه په نیټ باندې خپریږي او خپاره شوي هم دي، تاسې ګران لوستونکي کولای شئ، چې په نیټ باندې یې وګورئ اومشاهده یې کړئ.
په اصــــــــلي تورات کې، د نـــــــــــبي کریم صلی الله علیه وسلم
په هکـــــــــــله ویناوې
د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې ما حضرت کعب احبار رضی الله عنه پیدا کړ او پوښتنه مې ور څخه وکړه چې په تورات کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څنګه صفت شوی دی؟ نو حضرت کعب رضی الله عنه وویل چې په تورات کې راغلي دي: حضرت محمدبن عبدالله به په مکه کې پیداشي، مدینې ته به هجرت وکړي، نه به بېهوده خبرې کوي، نه په بازارونو کې شور جوړوي، نه به دبدۍ بدله په بدۍ سره ورکوي؛ بلکې عفوه به کوي، د ده امت به زیات حمد وایي، په هره ښادۍ او غم کې به حمد وایي، پر هره لوړه به د الله لویي بیانوي، په اوداسه کې به اندامونه پرېولي، په لمانځه کې به په صف دریږي، په داسې ډول سره؛ لکه د جنګ په ډګر کې چې په صف کې ولاړ وي، د اذانو له کبله به یې په مسجدونو کې داسی غږ وي؛ لکه دعسلو د مچیو ځوګ او د اذان اواز به تر اسمانه پورې رسیږي.
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر مبارک سر باندې د وریځې سایه وه.
عطاء بن ابی رباح د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي چې بی بي حلیمې سعدیې به د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خیال ساته او لیرې به یې نه پرېښوده، یو ځل د هغې فکر نه ؤ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپلې رضاعي خور شیما سره د غرمې پر مهال ګرځېده، بې بې حلیمه سعدیه پسې ګرځېده، کله چې یې وکتل، هغه صلی الله علیه وسلم له شیما سره ؤ، شیما ته یې وویل، چې په دې ګرمۍ کې محمد صلی الله علیه وسلم  دلته چا راوستلې دی؟ شیما ځواب ورکړ، چې د ورور ګرمي نه کیږي، ما ولیدل چې یوه ټوټه وریځ دده پر سر باندې راغله، کله چې دی ودریږي، وریځ سمه ورسره ودریږي او کله چې دی روان شي، نو وریځ هم ورسره روانه شي، بې بې حلیمې ورته وویل ای لورې! رښتیا وایي؟ هغې ځواب ورکړ، بلی رښتا وایم.
نوربیا…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply