که د ریاض په غونډه کې ریښتنی هوډ ښکاره شي/ بریالی نایاب

0 827

د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې نن د نړۍ د لسګونو هېوادونو مشران له داعش او په افغانستان او پاکستان کې د سخت دریځۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپاره شوي معلومات ښیي چې افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني هم د ګڼ شمیر هېوادونو د مشرانو په کتار کې د افغانستان په استازیتوب خبرې وکړي، تمه کیږي چې افغان ولسمشر به د ترهګرو او سخت دریځو د هغو پټنځایونو او مرکزونو په هکله معلومات ورکړي چې په اوس وختکې زموږ په ګاونډي هېواد پاکستان کې شتون لري. خو اساسی خبره داده چې پاکستان هېواد د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو په خاطر هیڅکله دا ډول تورونه ندي منلي او نه یې مني ښکاره خبره ده چې دا ډول تور پورې کول او ردکول کومه ګټوره پایله نه پاکستان هېواد ته لري او نه هم افغانستان ته ځکه ترهغو چې نړیواله ټولنه د پاکستان په ملاتړ او همغږي په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنو په هکله ښکاره تګلاره او کارنده پالیسي پلې نکړي بیابه هم د افغانستان لپاره د داسې ناستو جوړیدل ګټور نه وي.

نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې د پاکستان په آړه د افغانستان د تورونو د سپیناوي لپاره موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاري او د دواړو لورو تورونه واوري او پدې آړه شته شواهد او آسناد هم د دواړو لورو نه وغوښتل شي او دې تورونو ته دپای ټکی کیښودل شي په سیمه کې د تل پاتې سولې لپاره ښه زمینه برابره شي.

که چیري امریکا په رښتیا سره غواړي چې په سیمه کې سوله راشي او جنګ پای ومومي او که یوازې امریکا غواړي د ټرمپ په وینا داعش ځپي له منځه یې وړي او نورو ترریستي ډلو سره کار نلري نو بیا ښکاره خبره ده چې په سیمه کې د سولې راتلل نا شوني دي.

د امریکا ترڅنګ د سولې او ټیکاو په راوستو کې د سعودي عربستان رول نه یوازې داچې ډیر اساسی ده بلکې کولای شي په هغو ډلو ټپلو هم غږ وکړي چې همدا اوس په جګړه کې ښکېل دي، طالبان داسې آټکل کیږي چې تر ډیره بریده د سعودي عربستان په ملتیا کیدلای شي د سولې خبرو اترو ته خپل چمتو والی وښیي او دخبرو اترو میز ته کیني، ولسمشر ته پکار د دې ترڅنګ چې په پاکستان کې د افغاني ناخوالو مرکزونه په ګوته کوي همدا راز دې له سعودي عربستانه د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په بریالي کیدو ټینګار وکړي، د ریاض کانفرانس یو له هغو فرصتونو څخه ده چې د افغانستان د کړکیچ د حل په موخه کیدلای شي ښه ګټه ځینې پورته شي، له ټولو ګډونوالو دې د افغانستان د کړکیچ د حل په موخه د ملاتړ او عملي ګامونو اخیستو غوښتنه وشي.

بل لورته افغان دولت ته پکار ده ترڅو په افغانستان کې د سعودي هېواد مرستې راجلب کړي او د دې ترڅنګ په افغانستان کې د عربو پانګه والو ښکېلتیا ډیره آړینه موضوع ده، که چیرې عرب پانګه وال په افغانستان کې پانګونه وکړي ښکاره خبره ده چې د سولې له بهیر سره هم د دوي لیوالتیا ډیريږي  او هڅه کوي د سولې لپاره مستقیم او غیر مستقیم ګامونه پورته کړي.

په تیرو څو کلونو کې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي چاپیریال کې د سعودي عربستان له پامه غورځول پخپله د دې سبب شوی چې د ډیرو اورپکو ډلو د را ولاړیدو زمینه برابره کړي، سعودي عربستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کیږي چې د جهاد په دوران کې یې له افغانانو سره خپلې هر آړخیزې مرستې دوامداره ساتلي او خپل رول یې د جهاد په موده ترسره کړی، په اوس وختکې سعودي عربستان له پامه غورځول به دافغان حکومت یوه بله تیروتنه وي چې د بیا تکراریږي، پکار ده چې د سعودي عربستان پانګه والو ته په خصوصي سکتور کې د نورو ټولو څانګو ترڅنګ د انرژي په سکتور کې د پانګې اچونې زمینه برابره شي، څه موده وړاندې په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د نوې کیدونکې انرژي په ځانګړي ډول د لمریني انرژي د تولید پروژې د پانګه والو لپاره وړاندې شوې وې چې په هغو پانګه والو کې د متحده عربی اماراتو پانګه والو هم خپله لیوالتیا څرګنده کړې وه پکار ده د سترو ملي پروژه په پلي کیدو کې د دوی رول مهم وګڼل شي.

د کاسا ۱۰۰۰، ټپ او ټاپی پروژې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي کارونه پیل شي پکار دا وه ترڅو عرب پانګه والو ته  پاملرنه شوې وای که چیرې هغوی لیوالتیا لرلای پانګونه یې کړې وای، د هېواد د انرژي سکتور د پانګه اچوني خورا ډیر فرصتونه لري پکار ده د عرب سوداګر وهڅول شي ترڅو په اوږدمهاله پروژو کې پانګونه وکړي افغانستان هېواد په راتلونکو کلونو کې د دې وړتیا لري چې د انرژي په سکتور د ځان بسیاینې ترڅنګ انرژی تولید او په نورو ګاونډیو هېوادونو یې هم وپلوري او همدا راز د ترانزیت په برخه کې هم د انرژي په مارکیټ خپل ځای پیداکړي او له دې لارې د ګمرکونو په څیر ډیره ګټه ترلاسه کړي او خپل ځپل شوی اقتصاد په پښو ودروي.

تر ډيره هغه هېوادونه په جګړو کې ښکېل پاتې کیږې چې د اقتصاد په برخه کې نه پانګونه پکې کیږي او نه هم خپلې طبعي زیرمې لري، له نیکه مرغه افغانستان په بیلابیلو برخو کې د پانګې اچونې ښې سرچینې لري نو پکار ده چې دملي وحدت حکومت مشرتابه په ځانګړي ډول ولسمشر اشرف غني چې د ملت د اقتصادي رغونې هیلې د هغه په لور دي، ولسمشر ته پکار ده چې د پانګوني په برخه کې د نړیوالو ژمنو ترڅنګ د سعودي عربستان د ملاتړ ترلاسه کولو سره سره د سولې او ټیکاو ته د زمینې برابرولو په برخه کې د عربستان ملاتړ ترلاسه کړي او مخالفین دې د خبرو اترو میز ته کینول شي دولت دې د ملت د همغږي کولو په موخه د مخالفینو دروازې ور وټکوي اوهغوی دې سولې په واقعي بڼه راوبولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply