هلک او جینۍ له کوژدې وړاندې د خبرو او لیدلو حق لري / سرور ستانکزی

0 1,033

هلک او جینۍ کاملاً حق لري، تر څو له کوژدې مخکې یو بل وویني، خبرې وکړي، خپل افکار سره تبادله کړي او پخپله خوښه د ژوند ملګری/ملګرې انتخاب کړي. دا هغه حق دی؛ چې الله ج خپلو بنده ګانو ته ورکړی، خو بنده پر بنده ظالم شوی او دا حق یې ځنې اخیستی.
الله ج په قرآن کریم کې نرانو ته امر کوي ”بیا په دې لاره کښې خنډ مه پیدا کوئ چې هغوی د خپلې خوښې میړونه انتخاب کړي.“ سورت نمبر ۲ آیت نمبر ۲۳۲.
له پورته ذکر شوي آیت واضح څرګندیږي چې مونږ باید ښځینه طبقې ته د ژوند د ملګري د انتخاب حق ورکړو، خو زه پر دې باوري یم، چې اوس هم زمونږ د ټولنې تر اویا سلنه ډېرو جینکیو څخه دا حق اخیستل شوی.
رسول الله ص فرمایي: ”کله چې ستاسو ترمینځ کوم شخص د کوژدې پلټنه کوي، که امکان یې موجود وو تر څو له کوژدې مخکې جینۍ وویني، نو اجازه د لیدلو ورکړئ!“
له ذکر شوي حدیث هم واضح څرګندیږي، چې هلک د جینۍ د لیدلو حق لري، خو زمونږ د ټولنې وروسته پاته دودونو له اکثریت ځوانانو دا حق اخیستی دی.
هیڅ نه پوهیږم، چې دا وروسته پاته افکار به تر څو پر مونږ عملي کیږي او آخر څه وخت به د دې لپاره کار کوو، تر څو له ریښې یې له مینځه یوسو؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply