د فتوا په باره کي مختصر بحث (دوولسمه برخه)

عبدالباري جهاني

199

احادیث د اختلاف لویه منبع:

احادیث ځکه د اختلاف ډېره لویه منبع ده چي د معتبرو کتابونو شمېر یې تر پنځه لسو تزیات دي  او ټول له یوه بل سره مخالف یا لږترلږه مختلف احکام لري. دغه راز د احادیثو اکثر کتابونه د یوې مشخصي موضوع په باره کي له یوه بل سره مخالف اقوال لري او داسي حدیث نسته چي هغه دي پر کوم لیکلي سند حواله ورکړي بلکه ټول احادیث د څلورم او پنځم قول په اساس ترتیب سوي دي، چي تر ټولو لومړنی کتاب صحیح بخاري( وفات ۲۴۶ هـ ق) د حضرت رسول اکرم ص له وفات څخه شاوخوا ۲۲۰ کاله وروسته لیکل سوی دی. طبیعي خبره ده چي باید په احادیثو کي توپیر موجود وي او حتی د یوه کتاب په یوه فصل کي د یوې مشخصي موضوع په برخه کي متضاد قولونه راغلي وي. د امام بخاري تر زمانې پوري، چي د احادیثو د راټولولو په ابتکار سره یې اسلام ته ډېر لوی او نه هېرېدونکی خدمت وکړ، د احادیثو شمېر تر ۶۰۰ زرو پوري رسېدلی او ځیني خو لا وايي چي یو میلیون احادیث خوله پرخوله کېدل. که امام بخاري، امام مسلم او نورو محدثینو احادیث را جمع کړي او تصفیه کړي نه وای ښايی اوس یې شمېر میلیونونو ته رسېدلی وای او د عقایدو اوسني اختلافات به تر سل چنده زیات وای.

البته محدثینو د یوې مشخصی موضوع په باره کي متضاد او د یوه بل مخالف احادیث راغوند کړي دي او زموږ د تکلیف د اسانولو لپاره یې دا نه دي ویلی او یا یې نه سوای ویلای چي په دغو رانقل سویو احادیثو کي کوم یو د زیات اعتبار وړ دی. د مثال په ډول د صحیح بخاري د کتاب التقصیر یا لمانځه د لنډولو په کتاب کي شپږم حدیث رااخلو:

« اسحاق بن ابراهیم الحنظلی وايي چي ده ته ابی اسامه او ده د عبیدالله او هغه د نافع او هغه د عمر رض له قوله ویلي دي چی یوه ښځه باید تر دریو ورځو زیات له محرم څخه پرته سفر ونه کړی بلکه باید یا ورور یا پلاراو یا نیکه او یا بل محرم ورسره ملګری وي» بخاري، کتاب التقصیر حدیث ۷

د همدغه کتاب اتم حدیث  د ابن عمر له قوله وايي چي یوه ښځه باید تر دریو ورځو زیات له محرمه پرته سفر ونه کړي.

د همدغه کتاب ورپسې یا نهم حدیث وايی « ابوهریره د حضرت رسول ص له قوله وايی چي یوه ښځه چي پر الله او د قیامت پر ورځي ایمان ولري تر یوې ورځي زیات له محرم څخه پرته سفر نه سي کولای»

اوس نو د بخاري، چي د سنیانو لپاره په صحاح سته کي تر ټولو معتبر کتاب دی، دوه حدیثه یوې مسلماني ښځي ته درې ورځي له محرمه پرته د سفر کولو اجازه ورکوي. د همدغه کتاب ورپسې حدیث مسلماني ښځي ته یوه ورځ له محرم پرته د سفر کولو اجازه ورکوي او زیاته اجازه نه ورکوي. سړی به کوم حکم منی؟ درې واړه احادیث د عین موضوع په باره کي دي خو احکام یې له بوه بل سره توپیر لري. او د افغانستان اسلامي امارت خو، چي ځانونه د نړۍ تر ټولو مسلمانانو زیات او ټینګ مسلمانان بولي، ښځي ته له محرم څخه پرته بیخي له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي؛ او په دې برخه کي هیڅ ډول عذر نه مني. زه دوی ځکه نه ملامتوم چي دوی خو هم تر امام بخاري او امام مسلم څه په کمه نه دي! یو حکم خو باید دوی هم وکړي!

د احادیثو کتابونو تقریباً ټول اجتماعي مسایل احتوا کړي دي او په اجتماع او اجتماعي ژوند پوري مربوط به داسي موضوع نه وي چي د احادیثو په کتابونو کي راغلې نه وي. موږ په دې مضمون کي پر لس هاوو زرو احادیثو باندی د بحث لپاره ځای نه لرو او دلته به یو ځل د طلاق موضوع، چي هم یې پخوا حیاتي اهمیت درلود او هم نن خلک، په تېره بیا ځوانه طبقه ورسره مخامخ ده، را واخلو.

طلاق عربي ریښه لري او د غوټي خلاصولو او پرېښودلو او آزادولو ته وايي خو په شرعي لحاظ د نکاح او د مېړه او مېرمني ترمنځ د اړیکو فسخ کولو ته طلاق ویل کیږي. په عمومي صورت داسي ټولنه، کلتور او مذهب نسته چي په هغه کي طلاق وجود ونه لري؛ خو دلته موږ یوازي په اسلام کي، او هغه هم په ډېر مختصر شکل، پر طلاق باندی بحث کوو.

یو له هغو طریقو او رواجونو څخه چي په عربو کي، د جاهلیت په وخت کي، موجود ول او په قرآن شریف کي یې احکام په هماغه شکل تکرا رسول هغه طلاق وو. د عربو عادت داسي وو چي درې طلاقه به یې بېل بېل ورکول او بیا به نو ښځه طلاقه سوه. او له عبدالله بن عباس څخه روایت دی چي لومړنی سړی چي له خپلي ښځي څخه په دریو طلاقو بېل سو هغه اسماعیل علیه السلام وو. وروسته له هغه نو د عربو دا رواج وو چي کله به یې خپله ښځه طلاقه کړه بیا به یې وروسته نکاح ورسره کوله او چي په دریو طلاقو به ورڅخه بېل سو بیا یې له هغې ښځي سره نکاح نه سوای کولای. شهرستاني، توضېح الملل جلد دوم ص ۴۱۰

له محارب څخه روایت دی چي رسول اکرم ص وویل د الله په نزد، په ټولو حلالو امورو کي، طلاق د کراهت او نفرت وړ دی. سنن ابوداوود، کتاب الطلاق حدیث ۳

البته کله چي مېړه او مېرمن ګوزاره سره ونه کړای سي بیا نو طلاق او سره بېلېدل یوازینی لاره ده. د قرآن شریف په سورة النساء او سورة الطلاق کي آیتونه موجود دي او د سورة البقرة له ۲۲۶ څخه تر ۲۳۲ پوري ۷ آیتونه د طلاق موضوع ته ورکړه سوي دي او له دې څخه معلومیږي چي د طلاق مسلې د حق متعال او د هغه د رسول ص په نزد ډېر زیات اهمیت درلود. د سورة البقره ۲۲۶ آیة وايي چي که مېړه او مېرمن څلور میاشتي سره بېل سي او بیا وغواړي چي بیرته سره یوځای سي نو کولای سی او حق متعال بخښونکی او مهربان دی. او په ورپسې آیة کي وايي چي که دوی وروسته له هغه مودې څخه د طلاق فیصله وکړه بیا نو حق متعال اورېدونکی او دانا دی.

زه ګومان نه کوم چي په کورني ژوند کي تر طلاق مهمه مسله موجوده وي، ځکه چي د طلاق اخیستلو په صورت کي نه یوازي د مېړه او مېرمني ترمنځ، د دوو انسانانو په حیث، تر ابده نفرت ایجادیږي بلکه د دوو کورنیو ترمنځ اړیکی خرابیږي او که اولاد موجود وي د هغوی  پر روحیاتو او مناسباتو باندي ژوره او بده اغېزه کوي. خو د احادیثو کتابونو نه یوازي دا موضوع روښانه کړې نه ده بلکه نوره یې هم غامضه او پېچلې کړې ده. لازمه خو دا وه چي یا د دې مهمي او حیاتي مسلې په باره کي هیڅ حدیث اخیستل سوی نه وای او د قرآن شریف په آیتونو اکتفا سوې وای او که اخیستل کېدلای نو هغه احادیث غورځول سوي وای چي د محدثینو او د احادیثو د لومړیو غونډوونکو په نزد معتبر او موثق نه ښکارېدل؛  ځکه چي د دونه مهمي موضوع په باره کي، په عین کتاب او عین فصل کي، متضاد حکمونه له سړي څخه لاره ورکوي.

په صحیح مسلم کي د طلاق د کتاب ۱۹ حدیث کي راغلي دي چي ابن عباس وايي د پیغمبرص او وروسته د ابوبکرصدیق په زمانه کي او د عمرفاروق د خلافت په لومړیو دوو کلونو کي درې طلاقه پر یوه حساب وه. مګر عمر بن خطاب وویل چي خلک په دې موضوع کي له تلوار څخه کار اخلي چي باید له احتیاط او غور څخه کار واخلي نو ما پر دوی باندي دا تحمیل کړه چي درې طلاقه بیرته نه راګرځي.

د همدغه کتاب ۲۰ حدیث وايي: ابوصهبا له ابن عباس څخه پوښتنه وکړه چي ته په دې خبریې چي د الله د پیغمبرص او د ابوبکر صدیق په زمانه کي او د عمر بن خطاب د خلافت په لومړیو دریوکلونو کي درې طلاقه پر یوه طلاق حساب وه؟ ابن عباس وویل هو.

د همدغه کتاب یوویشتم حدیث وايي: ابوصهبا له ابن عباس څخه وغوښتل چي موږ ته په دې باره کي معلومات راکړه چي د حضرت پیغمبرص او د ابوبکر صدیق په خلافت کي درې طلاقه پر یوه طلاق حساب نه وه؟ ده وویل همداسي وه او د عمربن خطاب په زمانه کي خلکو هر وخت خپلي ښځي په دریو طلاقو طلاقولې نو ده خلکو ته اجازه ورکړه چي په یوه ځل یا یوه ساه درې طلاقه پر  طلاق وشمېري.

د صحیح بخاري د طلاق د کتاب ۱۴ حدیث وايی کله چي د ابن عمر څخه د هغه سړي په باره کي، چي خپله ښځه یې په دریو طلاقو طلاقه کړې وه، پوښتنه وسوه نو ده وویل چي ده ته پیغمبر ویلي دي چي که ښځي ته دوه طلاقه ورکړه سي نو هغه بیرته په نکاح کولای سي مګر که درې طلاقه ورکړي نو ترڅو چي بل مېړه یې کړی نه وي او هغه هم طلاقه کړې نه وي لومړي مېړه ته روا نه ده.

د صحیح مسلم له ذکر سویو احادیثو څخه په صراحت معلومیږي چي پیغمبرص په یوه ځل درې طلاقه پر یوه یا رجعي طلاق شمېرلي دي او سړي ته یې د خپلي ښځي د بیرته نکاح کولو اجازه ورکړې ده؛ مګر عمرفاروق له خپل صلاحیت څخه استفاده کړې او په یوه ځل درې طلاقه یې اغلظ یا نه ګرځېدونکی طلاق بللی دی.

د سنن النسایي د طلاق د کتاب ۱۵ حدیث وايی: فاطمه بنت قیس وویل چي زه پیغمبرص ته ورغلم او هغه ته مي وویل چي زه له آل خالد ( د خالد له ټبره جهاني ) څخه یم او مېړه مي ماته احوال رالېږلی او زه یې طلاقه کړې یم. ما د هغه له کورنۍ څخه وغوښتل چي ماته خرڅ خوراک او سرپناه راکړي. د مېړه د کورنۍ غړو یې وویل چي دا په دریو طلاقو طلاقه سوې ده او نور په موږ کي حق نه لري. پیغمبرص ورته وویل چي دا ښځه اوس هم د مېړه په کور کی حق لري ځکه چي مېړه یې بیرته د مېرمني په حیث منلای سي.

همدغه سنن النسايی په ورپسې ۱۶ حدیث کي د همدغي فاطمه بنت قیس له قوله وايی چي پیغمبر ص وویل چي په دریو طلاقو طلاقه سوې ښځه د خرڅ خوراک او سرپناه مستحقه نه ده. ( دا حدیث له مخکني حدیث سره څرګند مغایرت لري )

د همدغه کتاب ۱۷ حدیث د همدغي فاطمه بنت قیس له قوله، په یوه بله سلسله، روایت کوي او وايی چي درې ځله طلاقه سوې ښځه د خرڅ خوراک او سرپناه مستحقه نه ده.

د همدغه کتاب ۱۸ حدیث بیرته د دوو مخکنیو احادیثو مخالف حکم کوي او وايی چي ابن طاووس د خپل پلار له قوله وايی چي ابوالصهبا د ابن عباس څخه پوښتنه وکړه چي د پیغمبرص په زمانه کي درې طلاقه پر یوه طلاق حساب نه وه؟ هغه ورته وویل هو.

د سنن ابوداوود د طلاق د کتاب ۲۲ حدیث کي راغلي دي چي د رُکانه پلار ابویزید خپله مېرمن په دریو طلاقو طلاقه کړې وه او له بلي ښځي سره یې واده کړی وو. دوهمه ښځه یې ځکه طلاقه کړه چي د هغې ابویزید خوښ نه وو او خپل سیال یې نه باله. ابویزید، د حضرت پیغمبرص په مشوره، دوهمه ښځه طلاقه کړه او کله چي حضرت پیغمبرص ابویزید ته وویل چي له خپلي لومړۍ ښځي سره بیرته نکاح وکړه. ابویزید ورته وویل چي ما هغه په دریو طلاقو طلاقه کړې ده. حضرت پیغمبرص ورته وویل زه پوهېږم خپله لومړۍ ښځه دي بیرته په نکاح کړه.

د همدغه سنن ابوداوود  د طلاق د کتاب ۲۳ حدیث وايي چي یوه سړي ابن عباس ته وویل چي ښځه مي په دریو طلاقو طلاقه کړې ده. ابن عباس ورته وویل چي تا د الله د حکم سره سم عمل نه دی کړی او مېرمن دي له نکاح څخه وتلې ده او بیرته یې نه سې په نکاح کولای.

د همدغه کتاب ۲۶سنن ابوداوود  حدیث بیرته، د سنن نسايی هغه حدیث تکراروي چي د پیغمبرص، ابوبکر او د عمرفاروق د خلافت په لومړیو شپو ورځو کي درې طلاقه پر یوه طلاق شمېرل کېدل.

حضرت پیغمبر د طلاق د مسلې حساسیت او اهمیت ته ښه متوجه وو ځکه یې نو په دغه برخه کي په ډېر احتیاط عمل کاوه. د سنن ابوداوود د طلاق د کتاب ۱۹ حدیث د عایشې رض له قوله وايی چي له حضرت رسول ص څخه یې اورېدلي دي چي د قهر او فشار په وخت کي طلاق نسته. ابوداوود حدیث ۱۹

په داسي حال کي چي طلاق اکثر وختونه د سخت روحي فشار، خپګان او قهر په وخت کي منځته راځي او زیاتره وختونه سړی پر خپل عمل پښېمانه وي خو مُلایان کار تر کار تېر بولي او چاته اجازه نه ورکوي چي هغه طلاق بیرته راوګرځوي.

اوس به نو سړی کوم حدیث مني؛ ځکه چي دا ټول د اهل سنت والجماعة د احادیثو معتبر کتابونه دي چي صحاح سته یا شپږ صحیح احادیث دي. زیات و کم ۱۲۰۰ کاله کیږي چي د د احادیثو دا کتابونه لاس پرلاس کیږي او هر یو یې ښايی سل ځله چاپ سوی وي او سره له هغه چي په ډیرو مسایلو کي اختلاف موجود دی په هغو استناد کیږي.

 د نکاح او طلاق په ارتباط ډېره مهمه مسله د تي رودلوBreast feeding  یا رضاع ده چي که شواهد موجود وي نو د رضاعي خپلوانو ترمنځ نکاح حرامیږي. هغه نکاح چي د وینو د خپلوۍ په اثر تحریم سوې وي هغه د رضاعي خپلوۍ په اثر هم تحریم ده. خو په دې باریکه موضوع کي د معتبرو احادیثو ترمنځ او پخپله د معتبرو احادیثو د خپلو متونو ترمنځ ډېر عجیب اختلاف موجود دی چي باید د احادیثو لومړنیو ټولوونکو یې په لیکلو کي له احتیاط څخه کار اخیستی وای او یا وروسته لویو دیني علماوو، چي ځانونوته اهل فتوا وايي، هغه احادیث له منځه وړي وای؛ ځکه چي په احکامو کي ابهام ایجادوي.

د سورة بقره ۲۳۳ آیة کي راغلي دي چي میندي خپلو اولادونو ته دوه بشپړ کلونه خپلي شیدې یا تی ورکولای سي Breast feed . د دې معنا دا ده چي که څوک یوه بل ته د شیدو رودلو په اساس ناروا کیږي نو شیدې رودل باید په دغه دوو کلونو کي واقع سوی وي او ځیني احادیث په دغه برخه کي صراحت هم کوي. خو ځیني نور احادیث بل ډول حکم کوي.

اُم فضل وايي چي پیغمبرص وویل چي په دوه ځله تي رودلو نکاح نه ناروا کیږي. صحیح مسلم. کتاب النکاح حدیث ۱۸۶ ( عمومي نمبر ۳۴۱۷)

په همدغه کتاب کي یو بل حدیث د اُم المومنین عایشې له قوله وايي چي په قرآن شریف کي راغلي وه چي که یو ماشوم لس ځله د یوې ښځي شیدې وخوري نو نکاح ناروا کیږي. وروسته هغه آیة منسوخ سو او پر ځای باندي یې بل آیة راغی چي پنځه ځله تي رودل یې شرط بللي وه. په دغه وخت کي د الله پیغمبرص وفات سو او دا آیتونه د هغه د وفات څخه مخکي نازل سوي وه. هغه کتاب حدیث ۱۹۱

تر دې وروسته بل حدیث راغلی دی چي موضوع یې نوره هم مغلقه او په زړه پوري کړې ده: ابن ابومُلایکه وايي چي القاسم بن محمدبن ابوبکر د عایشې له قوله ورته ویلي دي چي د سهیل لور سهلة پیغمبرص ته راغله او ورته وې ویل چي د دوی آزاد کړی غلام سلیم له دوی سره په کور کی اوسیږي او د دې مېړه ابی حُذیفة نه غواړي چي دا هلک، چي اوس ځوان سوی دی، زما مخ وویني. پیغمبر ورته وویل چي هغه ته تی ورکړه Breast feeding  نو هغه به ستا رضاعي زوی سي. هغه کتاب حدیث ۱۹۴

تر دې لا، په همدغه ارتباط بل حدیث په زړه پوري دی او په هغه کي د ابوسلامه لور زینب د پیغمبر د بلي مېرمني اُم سلمه له قوله وايي  چي کله پیغمبر سهلة بنت سهیل ته وویل چي سلیم ته تی ورکړه نو هغې ورته وویل چي هغه ږیره لري زه څرنګه تی ورکړم. حضرت پیغمبرص ورته وویل چي تی ورکړه څو مېړه دي ابوحذیفة نور ستا سره د سلیم په لیدلو تندی تریو نه کړي. سهلة وايي په الله مي دی قسم وي چي زما مېړه ابوحُذیفه تر دې وروسته زما سره د سلیم په لیدلو تندی تریو نه کړ. هغه کتاب حدیث ۱۹۶

د امام مالک بن انس د احادیثو کتاب مالک موطا په خپل ځان کي له یوه بل سره مخالف احادیث راوړي دي.  په کتاب الرضاع کي د عبدالله بن عباس له قوله راغلي دي چي که یو ماشوم، چي عمر یې تر دوو کالو کم وي، فقط یوځل د یوې ښځي تی وروي هغه ته خپل رضاعي خپلوان حرام دي. مالک موطّا، کتاب الرضاع حدیث ۴

په بل حدیث کي راغلي دي چي رضاعي خپلوي یوازي په ماشومتوب کي منځته راځي خو که ماشوم تر دوو کالو زیات وي نو هیڅ ډول رضاعي خپلوي منځته نه راځي. هغه کتاب حدیث ۶

تر دې ځایه پوري د مالک بن آنس راوړي دوه حدیثونه د قرآن شریف له احکامو سره برابر دي مګر کله چي اتم حدیث ته ځي نو داسي څه وایی چي په هیڅ کتاب روا نه دي:

« یحیی ماته له مالک او هغه له نافع او هغه د ابی عبید د لور صفیې له قوله وویل چي د عمربن خطاب لور حفصة ( د حضرت پیغمبرص مېرمن. جهاني) خپلي خور فاطمې ته عاصم ابن عبدالله ابن سعد واستاوه او ورته یې ویل چي هغه ته لس ځله تی ورکړي چي په دې وسیله ماته محرم سي او زما سره د لیدلو اجازه پیدا کړي» هغه کتاب حدیث ۸

همدغه مالک بن انس وروسته په یوه بل حدیث کي لیکي : « مالک د یحیی بن سعید او هغه د سعید بن المُسَّیب له قوله وايي چي ماشوم یوازي هغه وخت رضاعي محرم کېدلای سي چي په زانګو کي تی وروي » هغه کتاب حدیث ۱۱

ورپسې په یوه بل حدیث کي د همدغه پورتني حدیث مخالف او نقیض قول راوړي او وايي چي د حضرت رسول اکرم ص مېرمني عایشې خپلی خور اُمّ کلثوم بنت ابوبکر صدیق او د خپل ورور لوڼو ته امر وکړ چي هر هغه چاته چي غواړي له دې( عایشې) سره وویني تی یا خپلي شیدې ورکړي څو د دې لپاره محرم سي. د حضرت پیغمبرص نورو مېرمنو وویل چي په الله مو دي قسم وي چي موږ دا کار ځکه نه کوو چي حضرت پیغمبر ص یوازي د یوه ځل لپاره او هغه هم د سهلة بنت سُهیل په خاطر دغه اجازه ورکړې وه . . . » هغه کتاب حدیث ۱۳

همدغه مالک بن انس په ورپسې حدیث کي خپل پورتنی قول ردوي او لیکي:« یوه سړي د عبدالله بن عمر څخه پوښتنه وکړه چي لوی سړی د شیدو په رودلو محرم کیږی کنه هغه په جواب کي ورته وویل چي یو سړی عمر بن خطاب ته راغی او ورته وې ویل چی د خپلي کنیزي یا مینځي سره یې جنسي اړیکي درلودلې او مېرمنی یې هغې ته خپلي شیدې ورکړې. کله چي ده بله ورځ وغوښتل چي له کنیزي سره پرېوزي نو مېرمني یې ورته وویل چي هغه دي لور ده ځکه چي ما تی ورکړی دي. سړي عمر بن خطاب ته کیسه وکړه. عمر بن خطاب ورته وویل چی خپله مېرمن دي ووهه او له خپلي کنیزي سره پرېوزه؛ ځکه چي رضاعي محرمیت یا خپلوي یوازي په ماشومتوب کي ټینګیږي» هغه کتاب حدیث ۱۴

محدث ابي داوود په خپل کتاب سُنن ابي داوود کي د نکاح په کتاب کي راوړي دي چي عبدالله بن مسلمة القعني د مالک او هغه د عبدالله بن ابی بکر بن محمد او هغه د عبدالرحمن د لور عَمرة له قوله وايي چي عایشې رض ورته وویل چي په قرآن شریف کي په لس ځله تي رودلو رضاعي محرمیت ټینګېدی وروسته هغه ایة منسوخ سو او پنځه ځله شیدو ورکولو محرمیت ټینګاوه. کله چي پیغمبر وفات سو لا هم دغه کلمات په قرآن شریف کي موجود وه او تلاوة کېده » کتاب النکاح حدیث ۱۷

په ورپسې حدیث کي لیکي چي مُسدَّد بن مُسرهد د اسماعیل، هغه د ایوب، هغه د ابن ابی مُلیکة، هغه د عبدالله بن الزبیر او هغه د عایشې رض له قوله وايي چي پیغمبرص ویلی دی چی په یو یا دوه ځله شیدو رودلو رضاعي خپلوي یا محرمیت نه ټینګیږي. حدیث ۱۸

سنن ابن ماجه د نکاح د کتاب په ۹۶ حدیث کي د اُم فضل له قوله وايي چي حضرت رسول ص وویل چي په یوه یا دوو ځلو تي رودلو نکاح نه حرامیږي.

سنن ابن ماجه د همدغه کتاب په ۹۸ حدیث کي د عایشې له قوله راوړي دي چي په قرآن کي آیة وو چي تر لس ځله په کم تي رودلو یا تر پنځه ځله کم تي رودلو نکاح نه حرامیږي او دا آیة وروسته منسوخ سو.

همدغه ابن ماجه د نکاح په کتاب کي په ورپسې حدیث کي وایی چي پیغمبر سهلة بنت سهیل ته وویل چي خپل آزاد کړي غلام ته تی ورکړه چي ستا سره محرم سي. هغې ورته وویل چي زه څرنګه هغه ته تی ورکړم ځکه چي هغه ځوان دی. پیغمبرص ورته وویل چي زه پوهېږم ته هغه ته تی ورکړه. کتاب النکاح حدیث ۹۹.

له دې حدیث څخه وروسته چي بل حدیث راغلی دی هغه تر نورو په زړه پوري دی. ابوسلمة د یحیی بن خلف او هغه د عبدالاعلی او هغه د محمدبن اسحق او هغه د عبدالله بن ابوبکر او هغه د عمرة او هغه د عایشې له قوله وايي چي د سنګسار او یوه بالغ انسان ته د لس ځله تي ورکولو آیة نازل سوی وو. او هغه کاغذ زما تر بالښت لاندي وو. کله چي پیغمبر وفات سو نو موږ د هغه په تجهیز او تکفین او غم اخته وو او په دغه حال کی هغه کاغذ پسه وخوړ. هغه کتاب حدیث ۱۰۰.

ابن ماجه په حاشیه کی لیکی چی دغه آیتونه په قراأت کي منسوخ سول مګر حکم یې نافذ وو.

په احادیثو کي دغه ډول ناشدي خبري ډیري راغلی دي. لومړی خو سړی وګوري چی دا حدیث شپږ ځله سینه پر سینه سوی او بیا تر اووم تن پوری چي اصلي راوي دی یعنی عایشې پوري رسېدلی دی. ابن ماجه نه پر لیکلي متن حواله نه ورکوي او نه لیکلی متن موجود دی؛ نو معلومه خبره ده چي ده باید د لومړي سړي یعني ابوسلمة څخه اورېدلی وي. د ابن ماجه کتاب د حضرت رسول ص له وفات حخه لږترلږه۲۳۰ کاله وروسته ترتیب سوی دی. ځکه چی ابن ماجه په ۲۷۳ هـ ق کال کي وفات سوی دی. د حضرت رسول ص د وفات کال ۱۱ هـ ق دی. په دومره زیات وخت کي، چي ټول احادیث په همدغه شکل ترتیب سوي دي څرنګه امکان لري چي متنونه دی سینه پر سینه صحیح او د اعتبار وړ پاته سي. محدثینو ته لازمه وه چي یا یې له سره احادیث جمع کړي نه وای او یا یې سم تصفیه کړي وای او په یوه موضوع کی یې دوه او درې متضاد حکمونه راوړي نه وای. ځکه چي د دې کار تر ګټي تاوان زیات دی او د خلکو د ګمراهی سبب کیږي او یوازي شیوخ الحدیث ته د فضل فروشی او سوداګری بازار مهیا کوي.

ګرانو لوستونکو ولیدل چي د سنن النسايی د طلاق د کتاب ۱۵ حدیث فاطمه بنت قیس ته وايي چي که څه هم چي ته مېړه په دریو طلاقو طلاقه کړې یې مګر ته د هغه په کور کی د اوسېدلو حق لرې او تاته باید نفقه درکړي او مېړه دي کولای سی چي تا بیرته خپله مېرمن وبولي. په ورپسې حدیث کي همدغی فاطمې بنت قیس ته وايي چی ته په دریو طلاقه طلاقه سوې یې او د مېړه په کورکي د اوسېدلو او نفقې حق نه لرې. دواړه احادیث د النسایی د کتاب او دواړه د یوې ښخي په باره کي دي او د یوه بل مطلق مخالف احکام لري. لویو محدثینو په لوی لاس، په دونه مهمه حیاتي موضوع کي، ابهام او مغشوشیت ایجاد کړی او موږ یې شیخ الحدیث ته محتاج کړی یو. نو سړی ویلای سي چي په لوی سر کي، په دغه توګه، د احادیثو د کتابونو د لیکل کېدلو تر ګټي تاوان ډیر دی.

چي بیرته د عایشې له قوله د قرآن شریف د ایة د ضایع کېدلو او پسه خوړلو موضوع ته وګرځو نو لوستونکو ته دی معلومه وي چي د قران شریف آیتونه د احادیثو په ډول نه وه چي څه دپاسه دوه سوه کاله سینه پر سینه نقلېدل او د یوې موضوع په باره کي د شپږ اووه ډوله احکامو د منځته راتللو سبب سول. د قرآن شریف آیات له نازلېدلو سره سم د حضرت رسول ص کاتبانو عبدالله بن مسعود، زید بن ثابت، ابوموسی اشعری، اُبی بن کعب او نورو کسانو په هغه ګړي لیکل او په هماغه ساعت صحابه وو ته ابلاغ کېدل او په سل ګونو کسانو هغه حافظې ته سپاره چي هغوی ته یې قاریان او حافظان ویل. آیة که ورک سوی وای او یا پسه خوړلی وای له منځه نه تلی او د حافظانو په حافظو کی پاته وو. دغه علت دی چي کله عثمان بن عفان رض قرآن شریف جمع کړ نو داسي څوک نه وو چي پر هغه باندي د کوم آیة د کمولو او زیاتولو تور ولګولای سي.

چي خبري را لنډي کړم نو باید ووایم چي تر څو اسلام موجود وي د احادیثو د امامانو او احادیثو د را ټولونکو زیار او کار به هېر نه کړی خو هغوی ته په کار وه چي هرډول ناسره کړي او حتی غیرمعقول نقل قولونه یې په خپلو کتابونو کي را غونډ کړي نه وای او احادیث یې نور هم تصفیه کړي وای. خو چي هغوی دا کار ونه کړ نو شیوخ الحدیث ته په کار وه چي دا کار یې کړی وای، چي نه یې دی کړی. شیوخ الحدیث هم دا ټول سره او ناسره احادیث وار په وار چاپ کړل؛ په خپلو فضل فروشیو یې له خلکو څخه نوره هم لاره ورکه کړه او دغه علت دی چي موږ په احادیثو کي دغه ډول ضد او نقیض اظهارات وینو چي سړی پر هر څه باندي بې باوره کوي.

                                        پاته لري

لومړۍ برخه  دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه  دلته ولولئ

څلورمه برخه  دلته ولولئ

پنځمه برخه  دلته ولولئ

شپږمه برخه  دلته ولولئ

اوومه برخه  دلته ولولئ

اتمه برخه  دلته ولولئ

نهمه برخه  دلته ولولئ

لسمه برخه  دلته ولولئ

یوولسمه برخه   دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.