Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د تړون اونيزې شپږمه ګڼه له چاپه راووته

0 770

د تړون اونيزې شپږمه ګڼه له چاپه راووته چې په بېلا بېلو سياسي، فرهنګي او ټولنيزو مسايلو په کې ليکنې راټولې شوې دي.

د اونيزې سرليکنه ” وژلو ته پيدا ولس!” تر عنوان لاندې ليکل شوې ده.

د سرليکنې ليکوال وايي:” د افغانانو وينې دومره ارزانې شوې چې نن د دوى وژل کېدل هم ځينو ته طبيعي ښکاري او داسې فکر کوي چې دا خلک بايد د چاودنو او سر پرې کولو په واسطه ووژل شي نه په طبيعي مرګ.” په سرليکنه کې په افغانستان کې د تېرو څوارلس کلونو ناخوالو او ترهګريزو بريدونو ته په اشارې ويل شوي چې دا د دوه مخي سياست او شيطاني پاليسو پايله ده چې په اساس يې نړيوال هم په دې ونه توانېدل چې په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره روانه جګړه لکه څه ډول چې لازمه ده په هغه شان بريالۍ کړي.

په پاى کې راځي چې کېداى شي نور له دې حالاتو د افغانانو د صبر او زغم کاسې ډکې شي، خو دا ډول ولسي بې حوصله ګي به د دې سبب شي چې بيا به خبرې له ډيپلوماسۍ تېره وي او د تاريخي روايت له مخې به خپل غچ اخلي.

دې سره خوا کې د اونيزې په نورو پاڼو کې بېلا بېل مسايل لکه:” د امريکا، افغانستان او پاکستان لوبه په کومه روانه ده؟”، ” د ازادۍ جشن په برم او پرتم ولمانځل شو”، ” پرته له ځمکې په نورو ستورو کې هم هوښيار ژوي شته؟”، ” د افغان حاجيانو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته ورسېده”، ” امريکا مېشتي افغانان د پاکستان پر ضد مبارزه کوي”، ” هغه خواړه چې دماغ اوونيم کاله ځوان ساتي”، ” ٥٤ کاله وروسته امريکا په کيوبا کې خپل سفارت پرانېست”، ” ډېر کاري فشار د ګوزڼ لامل کېداى شي” او همدا ډول د شعر مينوالو لپاره هم د رنګينې پاڼې په نوم ځانګړي شعرونه راټول شوي دي.

تړون اونيزه چې محتوا يې سياسي، فرهنګي، ټولنيز، علمي او معلوماتي مسايل تشکليوي د دې اونۍ ګڼه يې هم په همدې مسايلو مزينه شوې ده چې د هرې طبعې لوستونکي تنده خړوبولى شي.

د مطبوعاتو مينوال کولى شي چې د تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتابتونو کې، د پکتيا ولايت په ټولو کتابتونونو کې او د کابل ښار په بيهقي کتابپلورنځي کې تر لاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply