Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

زما يو بل نښير چاپ شو/محمد طاهر کاڼی

0 996

په دې ورځو کې زما يو بل يانې ۱۶ نښير د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په سپين کاغذ کې چاپ شو . دا نښير «کيميايي عنصرونه» نوميږي، چې د افغانستان د پوهنتونونو لپاره په پام کې نيول شوی، په دوو ټوکو کې اوډل شوی، او ټول ۱۲۸۵ مخه دی . د دې کتاب په ليکنه کې له ۱۱۲۴ بېلابېلو بهرنيو سرچينو څخه کار اخيستل شوی، چې ډېری يې روسي او انگرېزي سرچینې دي . په نښير کې د کيميايي عنصرونو د دوره يي (مندليف) جدول ټول ۱۱۸ کيميايي عنصرونه بيان شوي او هڅه شوې چې پوهنيز، تاريخي او مالوماتي انځور يې د شونتیا تر بريده بشپړ وکښل شي .2 books of taher kanai

د کتاب په پیل کې د لوړو زده کړو وزيرې اغلې پوهنوال دوکتور فريده مومند پیغام، د لوړو زده کړو وزارت سلاکار ښاغلي ډاکتر يحيی وردگ او ورپسې د ليکوال سريزه راغلې ده . کتاب ټول درې څپرکي لري، چې لومړی څپرکی يې «کيميايي عنصر او د مندليف دوره يي جدول»، دويم څپرکی «د کيميايي عنصرونو گروپونه» او درېيم څپرکی يې «کيميايي عنصرونه» نوميږي . د کتاب متن له گڼ شمېر انځورونو سره مل دی چې د لوست پر مهال له لوستونکي سره په زده کړه کې مرسته کولای شي . د کتاب د دویم ټوک په پای کې د «کيميايي نومونې» تر سرليک لاندې هغه کيميايي نومونې تعريف، تشرېح شوې چې د کتاب په متن کې راغلې او په دې ډول کولای شي چې د پوهنتونونو له زده کړيالو سره د کتاب په لوست او زده کړه کې نوره مرسته هم وکړي . تر دې وروسته اخځليک او تر اخځليک وروسته د ليکوال لنډه پېژندنه راغلې ده .

زه ټولو استادانو، زده کړيالو او نورو مينه والو ته د کيميا په څانگه کې د دې نوي نښير د چاپ مبارکي وایم . هيله من یم چې د ټولو لوستونکيو لپاره به گټور وي . همدا راز له گرانو حکمت الله عزيز، احمد فهيم حبيبي او فضل الرحيم څخه هم د زړه له کومې مننه کوم، چې زما دا نښير يې ښکلی ډيزاين او چاپ ته چمتو کړی دی . ټولو ته د ژوند په ټولو چارو کې بری غواړم .

محمد طاهر کاڼی

روسيه – وولگینسکي

د ۱۳۹۴ لمريز کال د وږي ۵

د ۲۰۱۵ ز کال د اگسټ ۲۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply