کرېکټ بورډ د وېسټانډیز پر وړاندې د نړیوالو شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړیو نوملړ خپور کړ.
د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لوبډله کې د لوبډلمشر راشدخان په مشري اصغر افغان، حضرتالله ځاځی، رحمتشاه، جاوېد احمدي، افسر ځاځی، ګلبدین نایب، محمدنبي، نجیبالله ځدراڼ، کریم جنت، شرفالدین اشرف، ابراهیم ځدراڼ، یمین احمدزی، نویوالحق، اکرام عليخېل او مجیبالرحمان شامل دي.
کرېکټ بورډ وايي، دا یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د راتلونکې نومبر میاشتې له شپږمې نېټې نه بیا د همدې میاشتې تر یوولسمې نېټې پورې د هند د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې پیلېږي.
کرېکټ بورډ په ورته وخت کې د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره هم د لوبډلمشر راشدخان په مشري لوبډله اعلان کړه چې اصغر افغان، حضرتالله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمانالله ګربز، ګلبدین ناېب، محمدنبي، نجیبالله ځدراڼ، کریم جنت، شرفالدین اشرف، فریداحمد ملک، یمین احمدزی، نویوالحق، سیداحمد شېرزاد او مجیبالرحمان شامل دي.
د کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې، دا لوبې به د راتلونکې نومبر میاشتې له ۱۴مې بیا د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې د هندوستان د لکنو په ایکانا لوبغالي کې وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320